لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړنکاران: افریقايي هیوادونو سره امریکايي امداد د اهمیت وړ دی


په نایئجیریا کې به هغه د نهې، چارشنبې، او د شورو، پنجشنبې، په ورځ د هیواد صدر او نورو مامورینو سره لیده کاته کوي. جان کیري د افریقې خپله دوره د کینیا نه شورو کړې ده او په سعودي عرب به يي سر ته رسوي
په نایئجیریا کې به هغه د نهې، چارشنبې، او د شورو، پنجشنبې، په ورځ د هیواد صدر او نورو مامورینو سره لیده کاته کوي. جان کیري د افریقې خپله دوره د کینیا نه شورو کړې ده او په سعودي عرب به يي سر ته رسوي

د امریکې خارجه وزیر جان کیري د براعظم افریقې د دورې په مهال نایئجیریا ته رسیدلی دی او سیمه ایزو مشرانو سره به د ترهگرۍ د مخنیوي او په سیمه کې د امن و امان په موضوع خبرې اترې کوي.

په نایئجیریا کې به هغه د نهې، چارشنبې، او د شورو، پنجشنبې، په ورځ د هیواد صدر او نورو مامورینو سره لیده کاته کوي. جان کیري د افریقې خپله دوره د کینیا نه شورو کړې ده او په سعودي عرب به يي سر ته رسوي.

د نائیجیریا مشران د مذهبي تقسیم او د بوکو حرام د ترهگرۍ ښکار هیواد د اتحاد ساتلو په لږ کې د مشکلاتو ښکار دي. د صدر محمدو بوهاري او د نائیجریا نورو مامورینو سره ملاقاتونو کې به جان کیري د ترهگرۍ خلاف هلو ځلو او د مذهبي برداشت په موضوع خبرې اترې کوي.

د وډرو ویلسن انسټیټوټ د افریقايي چارو ماهر سټیو مکډانلډ وايي د نائیجیریا مشران به یوازې په خبرو اترو کې نه بلکه په نور عملي چارو کې زیاته دلچسپي لري.

سټیو مکډانلډ وايي د افریقايي مشرانو صبر د غربي نړۍ د مامورینو خبرو ته تمام شوی دی، دوي مشورې نه غواړي بلکه کوټلې اقدامات او د تعلیم او په نورو مدونو کې امداد ته اړتیا لري هرکلی به يي کوي.

نایئجیریا ته د رسیدو وړاندې جان کیري کینیا ته تلی و چرته چې هغه د هیواد د اینده انتخاباتو د تیارۍ دپاره د ٢٥ میلینه ډالرو مالي امداد اعلان وکړو.

سټیو مکډانلډ وايي کینیا سره په انتخاباتو کې مالي مرسته ډیر اهمیت لري ځکه چې په تیرو وختونو کې هلته د ووټونو په سر احتجاجونه شوي دي او په په منظمه توگه سر ته نه دي رسیدلې او بله دا چې کینیا په اقتصادي او امنیتي چارو کې د امریکې اهم ملگری هیواد دی نو پکار ده چې په ثبات کې يي مرسته وکړی شي.

د کینیا په سرښار نایروبي کې د ځايي مشرانو سره خبرو اترو کې جان کیري په جنوبي سوډان کې په تشدد غور وکړو. دوي په دې خبره متفق شوو چې هلته په جنگ کې ښکیل ملکي خلکو د تحفظ دپاره دې د مقامي امنیتي ځواکونو یوه دسته جوړه کړي شي. جان کیري په جنوبي سوډان کې د ځايي خلکو دپاره د اوبو، خوراک او دارو درمل په مد کې د ١٣٨ میلینه ډالرو امداد اعلان وکړو.

جان کیري وايي دا خبره يي واضحه کړې ده چې د امریکې امداد به دایمي نه وي، ځايي مشرانو ته پکار ده چې خپلې ذمه وارۍ په خپلو اوږو واخلي او د خپل اولس ضرورتونه د پوره کولو کوښښ وکړي.

ماهرین وايي ضرورت ددې خبرې هم دی چې امریکايي امداد صحیح لاسونو ته ور ورسي.

څیړنکار سټیو مک ډانلډ وايي جنوبي سوډان د بډو رشوتونو په اړه د بدنامۍ شهرت لري ځکه چې څو کاله وړاندې د ازادۍ راهسې ورته د درې ارب ډالرو نه زیات مالي امداد ورکړی شوی دی خو زیاتره دغه پیسې د بد عنوانه مامورینو جیبونو ته تللې دي.

مکډانلډ وايي ممکنه ده چې د امریکې د نوي صدر د لاندې د افریقې په اړه د واشنگټن په تگ لاره کې بدلون راشي. هغه زیاتوي چې د ریپبلیکن پارټۍ صدارتي امیدوار ډونلډ ټرمپ نه خو د افریقې په اړه څه ډیر معلومات لري او نه پکې دلچسپي لري خو د ډیموکریټک پارټۍ امیدواره افریقې ته زیاته توجه ورکولی شي او هغه به د افریقايي مشرانو نه د خپلو خلکو د زیات خدمت توقع هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG