امریکا کې د گل، دوشنبې، په ورځ میموریل ډی یا د یادگیرنې ورځ ونمانځلی شوه چې د هغه عسکرو قربانو ته د احترام او ستائنې دپاره نمانځلی کیږي چې قام د تحفظ په خاطر جنگیدلې دي او یا يي د ژوند قرباني ورکړې ده.
د پخواني پوځیانو د چارو او د دفاع وزارت وايي تیرو ٢۴١ کالو کی لږ تر لږه ١٢ لکه خلک د امریکی لپاره په جنگونو کی وژلې شوي دي .
ډیر د امریکی نه بهر نه دي وتلې خو بیا هم د یادگیرنې د ورځې په موقع ډیر په عزت سره یادیږي.
صدر بارک اوبامه خپله اونیزه وینا کې وئیلې د خپلو ژوند د لاسه ورکونکو پوځیانو قرض چرې هم نشي ادا کولې .
میموریل ډی یا د یادگیرنې ورځ په ړومبي ځل کال اتلس سوه اته شپیته کی د خانه جنگۍ دری کاله روستو د ارلنگټن په مقبره کی نمانځلی شوې وه .
دې ته به يي د ډیکوریشن ډی وئیله .
په خانه جنگۍ یا سول وار کی د شپږو لکو نه زیات خلک وژلي شوي وو.
میموریل ډی هرکال د مئۍ د میاشت د اخيري گل په ورځ نمانځلی کیږي.
په دی ورځ امریکه کی عامه رخصتي وي. سرکاري غونډې کیږي او عام خلک د سیل سپاټو لپاره د کورنیو سره راټولیږي.