لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ ایران سره د ایټمي معاهدې غندنه کړې ده وايي دا غلطه لوظنامه ده


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د منځني ختیځ د سفر په دویم پړاو اسرایل ته رسیدلی دی چرته چې هغه وویل اوس په منځني ختیځ کې د امنیت، سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې یو فرصت موجود دی.

دا اسرایلو ته د امریکا د ولسمشر په توګه د ډنالډ ټرمپ لومړنی سفر دی.

ټرمپ ته د هرکلي لپاره د اسرایلو ولسمشر او لومړی وزیر هوایي ډګر ته ورغلي وه او د دوشنبې په ورځ یې له دواړو مشرانو سره ولیدل.

اسرایلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره د رسمي خبرو اترو وړاندې ډانلډ ټرمپ د ایران او د امریکې په شمول د گڼ شمیر غربي قوتونو ترمنځ د ایټمي معاهدې سخته غندنه وکړه. هغه وویل دغه لوظنامې د ایران مخه نیولې پرځای دغه هیواد لا نور هم زړه ور کړی دی او دا چې ایران ترهگرۍ د ملاتړ نه لاس نه دی اخیستی.

ټاکل شویده چې ولسمشر ټرمپ به نن د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره هم خبرې وکړي.

ټرمپ په مارچ میاشت کې ویلي وه چې د اسرایل او فلسطین ترمنځ د سولې تړون به ښایي دومره ستونزمن نه وي څومره چې یې خلک فکر کوي خو هغه پدې اړه نور څه نه وه ویلي چې څنګه؟

په طلبیب کې هوايي ډګر ته په رسېدو سره ښاغلي ټرمپ وویل چې پدغه فرصت کې باید ترهګرو ته ماتې ورکړل شي او پدې برخه کې باید په ګډه کار وشي.

ټرمپ تر دې مخکې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د خبرو پرمهال د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې په یوالي باندې ټینګار وکړ او بیا په یوه تاریخي پرواز کې نیغ په نیغه له سعودي عربستان څخه اسرایلو ته ورغی.

ټرمپ په سعودي کې د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل چې اسلامي هیوادونه باید د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې سره ټوله یو موټی شي.

ده وویل جګړه د ښه او شیطان ترمنځ ده.

ټرمپ په ریاض کې د اسلامي هیوادونو په یوې سرمشریزه کې وویل چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه د عقیدو او توکمونو په وړاندې جګړه نه ده.

ټرمپ همدارنګه ایران ته اشاره وکړه چې له سعودي عربستان سره رقابت کوي چې د سیمې په بې ثباتۍ کې فعاله ونډه لري.

ټرمپ وویل له لیبنان نه نیولې تر عراق او یمن پورې ایران ترهګر روزي او پیسې ورکوي تر څو په سیمه کې ویره او وحشت خپور کړي.

د شنبې په ورځ د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزیز له ټرمپ سره د سعودي د پوځي وړتیاوو د پیاوړي کولو په برخه کې د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG