لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنگټن پولیس افسر داعش سره د ملاتړ په الزام گرفتار


مامورینو ویلي ینگ د سرگرمو له امله د میټرو ریل مسافر د څه قسمه خطر سره نه وو مخامخ شوي
مامورینو ویلي ینگ د سرگرمو له امله د میټرو ریل مسافر د څه قسمه خطر سره نه وو مخامخ شوي

د امریکې د انصاف وزارت ویلي د واشنگټن ډي سې د ریلوی یو پولیس افسر داعش ته د کومک ورکولو په کوښښ کې نیول گرفتار کړی شوی دی.

وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ویلي د میټرو پالیټن ټرانزټ پولیس ډپارټمنټ ٣٦ کلن افسر نکولس ینگ د ٢٥٠ ډالرو مالیت گفټ کارډونو یا د ډالۍ کارډونو نمبرې د ایف بي ايي یو خفیه افسر ته د ورکولو کوښښ کړی و.

مامورین وايي د ینگ په خیال د ایف بي ايي دغه خفیه افسر پیغام رساني دپاره داعش د ټیلې فون شمیرې لرلې.

په کال ٢٠٠٣ کې ینگ لیبیا ته تللی و او په کال ٢٠١١ کې يي هلته بیا د تگ کوښښ کړی و. سرکاري وکیلان وايي ینگ په کال ٢٠١۴ کې د ایف بي ايي یو افسر سره ٢٠ ځله لیدلې وو. د ایف بي ايي دغه خفیه افسر ځان د فوج د اضافي دستې د یو عسکر په توگه پکاره کړی و چې خاوره يي د منځني ختیځ وه. ینگ داعش په صف کې د جنگیدو خواهش څرگند کړی و.

نکولس ینگ د کال ٢٠١٠ راهسې د ایف بي ايي د څارنې د لاندې و. ایف بي ايي په وړمبي وار هغه وخت د ینگ نه تفتیش وکړو کله چې د هغه یو ملگري زکری قیصر الشباب وسله والې ډلې سره د مالي مرستي اعتراف وکړو.

ینگ د یو بل خفیه قانون نافذ کونکې ادارې چارواکې سره هم ملاقاتونه کړي وو. په ځینې ملاقاتونو کې ورسره یو ملگری امین الخلیفي هم وو چې بیا يي په واشنگټن کې د کانگرس په ودانۍ د ځانمرگي حملې د سازش اعتراف وکړو.

مامورینو ویلي ینگ د سرگرمو له امله د میټرو ریل مسافر د څه قسمه خطر سره نه وو مخامخ شوي. هغه به د شورو، پنجشنبې، په ورځ ورجینیا کې عدالت ته وړاندې کولی شي. که په مقدمه کې هغه مجرم ثابت شو نو ٢٠ کاله د قید سزا ورکړی کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG