لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر وايي داعش به تباه او برباد کړي


د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن داعش خلاف د نړي وال ائتلاف په غونډه شرکت دپاره راغلې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني هرکلی کوي. افغان مامورین وايي دعش د افغانستان په ختیځو سیمو کې موجودگي لري
د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن داعش خلاف د نړي وال ائتلاف په غونډه شرکت دپاره راغلې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني هرکلی کوي. افغان مامورین وايي دعش د افغانستان په ختیځو سیمو کې موجودگي لري

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دداعش وسله واله ډله تباه کول او بربادول يي د دهیواد تگ لاره ده.

په واشنگټن کې د شورو، چارشنبې، په ورځ داعش خلاف د اتحادي هیوادونو او ادارو د خارجه وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو د غونډې د پرانستلو په موقع ریکس ټیلرسن وویل داعش ته ماتې یوازې په دې صورت کې ورکړی کیدی شي جې ائتلافي هیوادونه ددې مقصد دپاره پیسې او نور وسایل رایوځای کړي.

ریکس ټیلرسن وویل د کال ٢٠١٧ دپاره د دوه ارب ډالرو مالي وسایل ترلاسه کړی شوي دي خو د داعش خلاف د گلوبل کوالیشن په نوم د اتحاد غړي هیوادونه باید نورې پنگې هم ورکړي چې د ډلې خلاف په عملیاتو کې استعمال کړی شي.

هغه وویل د اتحاد هیوادونه په دې خبره متحد دي چې داعش بیا سرراپورته نه کړی شي، په نړي واله کچه د خپلو زیلو د خورولو د داعش عزایمو مخه دې ونیولی شي او د ډلې د نظریاتي مفکورې مخالفت دې وکړی شي.

د کال ٢٠١۴ راهسې د ٦٨ هیوادونو اتحاد دا وړمبۍ غونډه ده.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي د غونډې مقصد د شام او عراق په باقي پاتې سیمو کې داعش ته د ماتي ورکولو دپاره په نړي والو کوښښونو کې چټکتیه راوستل او داعش سره تړلي نورو تنظیمونو باندې په فشار کې اضافه کول دي.

که څه هم دداعش خلاف روان جنگ کې پرمختگ شوی دی خو بیا هم د نورو کوښښونو ضرورت موجود دی. دا خبره د سټیټ ډپارټمنټ ترجمان مارک ټونر کوي.

مارک ټونر وايي وړمبی خو دا چې د نوي انتظاميی دپاره دا یوه موقع ده چې وگوري چې مونږ په کوم پړاو ولاړ یو او په کوم ډگر په وړاندې تللو غواړو او خارجه وزیر به نوي خیالات او نوي دریځونه وړاندې کوي او داعش ته د ماتي ورکولو نوي لارې ته به کتنه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG