لاس رسیدونکی لینک

امریکا په موصل کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه پلټنې کوي


د مارچ د ۱۷ نیټې د هوایي برید نه وروسته ۶۱ مړي د ویجاړې شوې ودانۍ څخه راویستل شوي وه

په عراق کې امریکايي لوړ رتبه قومندان جنرال سټیفن ټاونسنډ د سې شنبې په ورځ وویل د موصل په لویدیځ کې د مارچ د میاشتې په ۱۷ نیټه په لسګونو ملکي وګړي ښایي ددوي لخوا په هوایي بریدونو کې وژل شوي وي.

ټاونسډ له بغداد څخه د یوه ویډیو کانفرانس له لیارې ژورنالستانو ته وویل پدې هم پلټنې کیږي چې کیدای شي په هوايي بریدونو کې د داعش لخوا د وسلو او چاودیدونکو موادو په زیرمه کې چاودنه شوي وي.

د عراق د پوځ ویاند جنرال یحی رسول وویل چې ترهګرو ۱۳۰ تنه ملکي وګړي په یوه کور کې برمته کړي وه او دغه کور ته څیرمه یې په چاودیدونکو توکو بار یو موټر هم درولی وه چې بیا پرې هوایي برید ترسره شو.

د بشر په حقونو کې د ملګروملتونو یو ویاند روپرټ کالویل د داعش دغه تکتیک رد کړ چې ملکیان د ایتلافي ځواکونو د هوایي بریدونو لپاره هدف ټاکي.

نوموړي په ایتلافي ځواکونو باندې غږ وکړ چې په خپلو تکتیکونو دې بیا له سره غور وکړي تر څو د عملیاتو پرمهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.

د مارچ د ۱۷ نیټې د هوایي برید نه وروسته ۶۱ مړي د ویجاړې شوې ودانۍ څخه راویستل شوي وه.

ملګري ملتونه وایي چې په موصل کې د فیبرورۍ له نیمایي راهیسي ۳۰۷ تنه ملکي وګړي په موصل کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG