لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنگټن کې د نوي صدر د راتگ تیارۍ روانې دي


ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي
ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي

د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه به د امریکې نوی منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې چوکۍ سوگنده پورته کوي. دغه دستورې ته اناگوریشن ویل کیږي او په دې موقع د هیواد د گوټ گوټ نه د زرگونو په شمیره کې خلک د اناگوریشن نندارې کتلو دپاره ته واشنگټن ته راځي.

که پرتعیش هوټلونه دي او که یادگاري شیان خرڅونکې دکانونه او که د سیاحت سره تړلې په واشنگټن کې نور کاروبارونه، ټول د اناگوریشن دپاره تیاری کوي.

که نورو هوټلونو کې لا کوټې شته خو د واشنگټن تر ټولو اوچت او گران بیعه هوټل چې فور سیزنز نومیږي، په دې کې کوټې د معمول د قیمت نه په ډیره زیاته بیعه نیول شوي دي او نور ځای پکې نشته.

هوټل کې د یوې شپې دپاره د یوې کوټې بیعه شپاړس زره ډالر ده. په هوټل کې د څلورو شپو نه کم بکنگ نشې کیدی. د اناگوریشن یا د صدر د سوگند پورته کولو دستورې په موقع په هوټل کې د څلورو ورځو نرخ څلور شپیته زره ډالر دی چې د منځنۍ طبقې سره تعلق لرونکې امریکايي د یو کال د امدن برابر پیسې دي.

د پاکستان پخوانی صدر پرویز مشرف به هم د واشنگټن د دورې په مهال په دې هوټل کې پاتې کیدو.

د هوټل منیجر ډیوډ برنارډ وايي دا هوټل د مخصوص طبقې خلکو دپاره دی چې د ژوند یو خاص طرز لري او د څلورو ورځو دپاره په ٢٠٠٠ ډالر شپه هوټل کې د کوټې نیولو په مالي توگه وس لري.

د ډانلډ ټرمپ د سوگند پورته کولو دستوره کې به د هالي وډ د فلمي دنیا مشهور ‍شخصیات نه وي چې د صدر براک اوباما د سوگند پورته کولو په دواړو دستورو کې موجود وو.

د فورسیزنز هوټل منیجر ډیوډ برنارډ وايي د میلمنو دپاره یي خصوصي انتظام کړی دی چې پکې د لاسونو تودولو شیایان، ټوپۍ او نور سامان ایښودل شوی دی.

ددې نه علاوه به په هوټل کې پاتیدونکو خلکو ته به نورې ډالۍ هم ورکړی کیږي چې پکې د دستاویزاتو کښیودو صندوقچه شامله ده. په صندوقچه به د سرو زرو صدارتي مهر هم لیگیدلی وي.

که ځینې خلک گران بیعه شیان اخلي نو ځیني نور خلک د ځان دپاره ارزان بیعه یادگاري شیان خوښوي.

د واشنگټن ویلکم سینټر په نوم د دکان مالک ډکسټر مورز وايي د اناگوریشن په هفته کې به د ټرمپ د نوم شیان زیات خرڅیږي چې پکې د بیس بال ټوپۍ زیاته مشهورې دی. ښاغلی مورز وايي هغه ټوپې په الماریو کې نه پاتې کیږی او زر خرڅیږي چې پرې د ډانلډ ټرمپ دا نعره لیکل شوي ده "میک امریکا گریټ اگین" یعنې د امریکې نه بیا اعظیم هیواد جوړ کئ.

د جارجیا ریاست نه راغلو د کالج ځینې طالب علمانو هم دا ټوپۍ واخیستې. په دغه خلکو کې هینري جونز هم شامل و. هغه په جارجیا کې د کالج طالب علم دی او وايي د ریپبلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکی ډانلډ ټرمپ ښه او بد خصلتونه لري خو د هیواد د اقتصاد دپاره د یو کاروباري تن په حیث ډیر څه کولی شي.

په واشنگټن کې د ډیموکریټک پارټۍ د حمایتیانو اکثریت دی او د ډانلډ ټرمپ په صدارت به خوشحاله نه وي خو د امریکې د گوټ گوټ نه راغلي د ټرمپ حمایتیان به د هغه د صدارت په چوکۍ د کیښې خبرونه او تصویرونه به ډیر په خوشحالۍ بیرته خپلو خپلوانو او ملگرو ته استوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG