لاس رسیدونکی لینک

د امریکې خصوصي میرینز عسکر هلمند کې بیا پرځای کړل شو


میرینز عسکربه په هلمند کې د امنیت پرځای کولو په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیي، مشاورت او کومک دنده ترسره کوي او نیغ په نیغه به په جگړه کې برخه نه اخلي

د امریکې خوصوصي میرینز ځواکونه دافغنستان هلمند ولایت ته بیرته ستانه شوي دي دا په داسې حال کې چې نیټو درې کاله وړاندې په هلمند کې خپل عملیات سر ته رسولي وو.

د میرینز ته د هملند مشري سپارلو په لړ کې د خالي، شنبې، په ورځ یوه دستوره وشوه چې پکې میرینز او نورو امریکايي عسکرو برخه واخیسته.

میرینز عسکربه په هلمند کې د امنیت پرځای کولو په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیي، مشاورت او کومک دنده ترسره کوي او نیغ په نیغه به په جگړه کې برخه نه اخلي.

د میرینز سټاف سرجینټ جورج کیډویل هلمند کې د میرینز بیا پرځای کیدو د خوشحالۍ څرگندونه کوي. "زه ‌ډیر خوشحاله یم چي بیرته راغلم، ما دخپل ژوند مهمه برخه دلته هلمند ولایت کي تیره کړو،" هغه وویل. "څنګه چی تاسو ته معلومه ده چي مونږ دلته د امن په ځائي کولو لپاره ډیر فوځي عملیات کړي، او دا نشو زغملي چي دلته دې بد امني وي. دبیرته ستونيدو مقصد په دي سیمه کي امن په ځائي ساتلو لپاره د دوي ملاتړکول دي.٬٬

دخصوصي ځواکونو بیرته ورتګ پد اسي حال کي کیږي چي یوه ورځ وړاندي طالب وسله والو دافغان فوج پرضد د حملو زیاتولو اعلان وکړو.

سرجینټ جورج کیډویل په فکر افغان عسکر چمتو دي چی ددي او راتلونکي ستونزو مخ نیوی وکړي. "دوي پوهیږي چي کوم رقم ستونزي دوي ته راپخیږي،، دوي ورته تیاردي او تیر وختونو کي یي مقابله هم کړي ده په سیمه کي امن په ځائي کولو لپاره دوي هڅي کوي او ځانونه چمتو کوي، چی دراتلونکي سختو حالاتو مقابله وکړي."

په دي رسمي غونډه کي دافغانستان لپاره امریکي جنرال جان نیکولسن سره سره ٢٠٠ نه زیات امریکي او افغان فوجي مشرانو ګډون وکړو.

دا میاشت بلخ کي د افغان فوج پر ضد، دطالب وسله والو لوي برید شوی و چي پکي ١٣٥ فوجي عسکر وژلي شوي وو.

د هلمند ولایت زیاتره برخه دطالب وسله والو په ولقه کي ده او دوي زیاتره امدن دافیوم کاشت نه تر لاسه کوي .

XS
SM
MD
LG