لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نظرپوښتنه: په امریکا کې اقلیتونو خلاف نفرت کې اضافه شوي


په فلیډیلفیا ریاست کې کې د یهودیانو په هادیره کې د قبرونو کتبې ماتې کړی شوي دي. په امریکا کې د مسلمانانو ځینې تنظیمونو هم د قبرونو په مرمت کې مرستهې کړې وې
په فلیډیلفیا ریاست کې کې د یهودیانو په هادیره کې د قبرونو کتبې ماتې کړی شوي دي. په امریکا کې د مسلمانانو ځینې تنظیمونو هم د قبرونو په مرمت کې مرستهې کړې وې

د یوې نوي نظر پوښتنه ښايي تیر کال د نومبر په انتخاباتو کې صدارت دپاره د ډانلډ ټرمپ د منتخب کیدو ورسته، ٦٣ فیصد امریکايي ووټران گڼي چې په هیواد کې د اقلیتونو خلاف په کرکه او تعصب کې اضافه شوي ده.

دغه نظر پوښتنه په کنیټکټ ریاست کې کوینیپیک یونیورسټۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شائع کړې ده.

نظر پوښتنه ښايي د ٦٣ فیصد اکثریتي رای برعکس ځیني خلک داسې هم دي چې گڼي په اقلیتونو په باره کې په کرکه او تعصب کې د زیاتوالي پرځای په دې کې کمی شوی دی. ددغه رای لرونکو خلکو دوه فیصد ده.

په سروی یا نظر پوښتنه کې برخه اخیستونکي ٣٢ فیصد خلک نه گڼي چې د اقلیتونو په اړه د امریکایانو په رویه کې څه بدولون راغلی دی. درې فیصد خلکو څه رای نه ده ښکاره کړې.

په نظر پوښتنه کې د برخه اخیستونکو ٧٧ فیصد خلکو رای وه چې د اقلیتونو خلاف نفرت ډیره او یا څه لږه ډیره سنگینه مسله ده. په دغه ٧٧ فیصد خلکو کې ۴٨ فیصد خلک گڼي چې د لږکیو خلاف تعصب او کرکه ډیره سنجیده مسله ده. د کال ٢٠١٦ د جنون په میاشت کې شوي نظر پوښتنه کې ددغه رنگ رای لرونکو شرح ۴١ فیصد وه چې تازه سروی پکې د اوو شمیرو اضافه ښايي.

داسې ښکاري چې د اقلیتونو په اړه د امریکايي ووټرانو رای معلومولو دپاره د کوینیپیک یونیورسټۍ د نظر پوښتنې موضوع په امریکا کې میشته د یهودي منونکو ټولنه وه.

د نومبر د صدارتي انتخاباتو او د ډانلډ ټرمپ د صدر په توگه د انتخاب راهسې په امریکا کې میشته د مسلمانانو تنظیمونو هم ویلي د مسلمانانو خلاف په ناخوښۍ کې اضافه شوي ده. د نورو تنظیمونو ترڅنگ د مسلمانانو د حقونو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلشینز یا کیر ویلي په جوماتونو او په مسلمانانو باندې د حملو او دړکو شکایتونو يي ترلاسه کړې دي.

د جنورۍ په میاشت کې صدر ټرمپ امریکې ته د مهاجرت په اړه یوه حکمنامه جاري کړې چې پکې د شام، عراق، ایران، شام، لیبیا، صومالیه، سوډان نه د عامو خلکو او د کډوالو په راتگ پابندۍ لگول شوي وې.

د عدالتونو لخوا په دغه حکمنامه عملداري ودرولو ورسته، دا هفته دغه حکمنامه د ځینې نوي ترمیمونو سره بیا جاري کړی شوي چې د عراق نوم ترې لړې کړی شوی دی.

د جنورۍ د میاشت د صدر ټرمپ په حکمنامه تنقیدونه شوي وو. ددې مخالفینو چې پکې د مسلمانانو ټولنې هم شاملې وې نظر وو امریکې ته د سفري بندیزونو په اړه دا د تعصب په بنیاد جاري کړی شوي ده. د امریکې په مختلفو هوايي اډو د حکمنامې پرضد احتجاجونه هم شوي وو.

خو صدر ټرمپ او نورو حکومتي مامورینو د سفري بندیزونو دفاع کړې ده. صدر ټرمپ وايي هیواد د ریډیکل اسلامک ټیرریزم نه محفوظول غواړي، چې مطلب يي په امریکا کې د اسلامي تندروو ډلو لخوا د ترهگرۍ حملو مخه نیول دي.

د کوینیییک یونیورسټۍ نظر پوښتنه ښايي تیره میاشت په امریکا کې د یهودیانو خلاف په تعصب کې هم اضافه شوي ده.

د امریکې په مختلفو ریاستونو کې د یهودیانو په هادیرو کې د قبرونو کتبې ماتې کړی شوي دي او ځینې د یهودیانو سکولونو او عبادتخانو ته د بمونو دړکې ورکړی شوي دي.

نظر پوښتنه وايي ٧٧ فیصد ووټران یهودیانو خلاف په تعصب کې اضافه سنگینه مسله گڼي. سروی وايي د یهودیانو په هادیرو حملو او عبادتخانو ته د دړکو په مسله د صدر ټرمپ ردعمل باندې ووټران نیم په نیمه ویشل شوي دي. ٣٧ فیصد خلک د صدر ټرمپ د عکس العمل نه مطمین او ٣٨ فیصد غیر مطمین دي.

"امریکایان اندیښمن دي چې د یهودیانو خلاف او د تعصب تور قوتونه خپل درنگ شکلونه راپورته کوي،" دا خبره د کوینیپییک یونیورسټۍ د نظر پوښتنې یو چارواکی ټم ملوی کوي. "ووټران د نوي حکومت د ردعمل نه څه ډیر مطمین نه دي،" هغه وايي.

تیره میاشت د کانگرس د دواړو ایوانونو مشترکه غونډې ته وینا کې صدر ډانلډ ټرمپ په کینزز ریاست کې د یو هندوستاني انجینیر د وژنې غندنه وکړه او وې ویل دا د نسل په بنیاد د کرکې پیښه وه. د عیني شاهدینو په اجنینیر د ډزو وړاندې سپین پوستکي حمله کونکې وویل "گو بیک ټو یور کنټي" یعنې خپل ملک ته بیرته لاړه شه.

صدر ټرمپ په یهودي هادیرو د حملو هم غندنه کړې ده. هغه وویل که څه هم امریکایان د یو بل سره سیاسي اختلافات لري خو د هیواد په حیث د کرکې او د هرقسمه برايي په غندنه کې یو موټی دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG