لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه روان دي


په شکاگو کې یوه ووټ اچونکې
په شکاگو کې یوه ووټ اچونکې

په امریکا کې نن نهه، سه شنبه، د ووټونه ورځ ده. په میلینونو امریکایان هیواد د نوي صدر د انتخاب دپاره راې ورکوي.

د ډیموکریټک پارټۍ هیلري کلنټن او د رییپلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د صدارت دپاره د یو بل حریفان دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د امریکا په گوټ گوټ کې خلک په لویه شمیره کې د ووټ اچولو دپاره راوتلې دي او داسې ښکاره کیږي چې په انتخاباتو کې به په د ووټونو شرح په تاریخي کچه زیاته وي.

د سرښار واشنگټن ډي سې سره نژدې د ورجینیا ریاست په الیگزینډریا ښار کې د وي او ای ډیوه خبریال بختور په یو سکول کې جوړ پولنگ سټیشن ته ورغلی و.

ووټونه سحر شپږ بجې شورو کیدل خو ددې نه وړاندې شا او خوا ٥٠٠ ښځې او سړي په قطار د ووټ اچولو دپاره په انتظار وو. د مني د نهې، سه شنبې، په سحر یخ هم و او د موسمیاتو محکمې ویلي وو د یخ کچه به د انجماد د ټکې نه لاندې وي خو بیا هم د الیگزینډریا په جیمز کی پالک سکول کې د ووټ اچونکې په توده جزبه د خپلې راې وروکولو دپاره ولاړ وو.

موجوده صدر براک اوباما، چې د امریکې په تاریخ کې وړمبی افریقايي امریکنی یا تورپوستکی صدر و، د صدارت دوه دورونه يي د کال ٢٠١٧ په اخیره کې سر ته رسیږي. د امریکې د آئین ترمخه، موجوده صدر د دریم ځل دپاره په انتخاباتو کې شرکت نشي کولی.

د ووټونو نه یوه ورځ وړاندې خپله وینا کې هیلري کلن وویل د کال ٢٠١٦ انتخابات د موجوده وخت ازمائښ دی او د هغې حریف ډانلډ ټرمپ وویل دا د ازادۍ ورځ ده.

په نارت کیرولاینه ریاست کې د انتخابي کیمپین په اخیرۍ وینا کې میرمن کلنټن وویل هغه به د صدر په توگه د حمایت کونکو او هم د مخالفینو نمایندگي کوي.

هیلري کلنټن وايي سبا شپه به انتخابات سر ته رسیدلې وي خو کار به بس اوس شروع کیدونکی دی، چې په دې هیواد کې اختلافات ختم کړو او څه رنگ کې بایبل کې ویل شوي دي پکار ده چې درزونه وتړلی شي، او یو وارې بیا یو بل ته غوږ کښېودل شي او یو وارې بیا د یو بل احترام وکړی شي

ډانلډ ټرمپ په میشیگن ریاست کې ورستۍ وینا وکړه او وې ویل که منتخت کړی شو نو د حقیقي تبدیلۍ دپاره به کار کوي.

ډانلډ ټرمپ وايي د امریکې اولس باید د ووټ دلارې انصاف وکړي، دا کار نه سبا او نه په اینده هفته کې کول دي دا دنده به تاسو هم نن ترسره کوئ

د امریکې نوی منتخب شوی صدر د جنورۍ په میاشت کې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي.

څیړونکې وايي د ډانلډ ټرمپ په حمایت کونکو کې په لویه شمیره کې سپین پوستکې زاړه پاله امریکایان شامل دي. بلخوا ډ یموکریټک پارټۍ په روایتي حمایت کونکو کې افریقايي امریکایان او د نورو اقلیتي قامونو سره تعلق لرونکې خلک او په لویه شمیره کې زنانه شاملې دي.

د څیړنې اداره پیو ریسرچ سینټر وايي دا به د امریکې په تاریخ کې وړمبي داسې انتخابات وي چې د مختلفو قامونو ډیر زیات خلک به پکې برخه اخلي ځکه چې د اقلیتي قامونو خلکو په زیاته شمیره کې خلکو ځانونه د ووټرانو په توگه نوم لیکنه کړې ده.

اداره وايي په کال ٢٠١٢ کې د لاطیني ووټرانو شرح ٢٩ فیصد وه چې په موجوده وخت کې ٣١ ته رسیدلې ده. په مجموعي توگه د لاطیني ووټرانو شمیره ١٥٦ میلین ده. ددې په مقابله کې د نورو قامونو سره تعلق لرونکو ووټرانو شمیره ٧٠ میلین ده. په نوو رجسټر شوو ووټرانو کې ٥٧ فیصد سپین پوستکې امریکایان دي، پیو وايي.

په کال ١٨۴٥ کې کانگرس د نومبر د میاشت د وړمبۍ نهې، سه شنبې، ورځ صدارتي ووټونو دپاره وټاکله. دا ورځ په دې خاطر چې و ټاکلی شوه چې د نومبر په میاشت کې د امریکې په زیاترو برخو کې د منې موسم وي، کرونده گر د فصلونو سنبالولو د چارو نه فارغ شوي وي او د کلو بانډو څخه نژدې ښارونو ته ووټ اچولو دپاره وخت وباستلی شي.

په واشنگټن کې د ماښام اتو بجو پورې به د هیواد په شرقي او مرکزي ریاستونو کې ووټ اچونه بنده شوي وي. او دا هغه ریاستونه دي چې د انتخابو نتایج پرې اډاڼه وي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ شوو نظر پوښتنو کې هیلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ څخه د دریو په مقابله کې په دوو ټکو وړاندې ده.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG