لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي صدر د انتخاب دپاره امریکایان سبا ووټونه اچوي


د ډیموکریټک پارټۍ هیلري کلنټن او د رییپلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د صدارت دپاره د یو بل حریفان دي او د گل، دوشنبې، په ورځ يي هم خپل انتخابي مهمونو ته دوام ورکړی و
د ډیموکریټک پارټۍ هیلري کلنټن او د رییپلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د صدارت دپاره د یو بل حریفان دي او د گل، دوشنبې، په ورځ يي هم خپل انتخابي مهمونو ته دوام ورکړی و

د هیواد د نوي صدر د انتخاب دپاره امریکایان د نهې، سه شنبې، په ورځ ووټونه اچوي. هر څلور کاله پس امریکایان د نومبر د میاشت د وړمبۍ نهې، سه شنبې، په ورځ د نوي صدر ټاکلو دپاره راې ورکوي. ووټونو دپاره دا ورځ کانگرس د یو قانون دلاندې غوره کړې ده.

د امریکې پولیټیکو ورځپاڼې ترمخه د ١٨ کلونو د عمر ٢٠٠ میلینه امریکایي شهریانو د ووټ اچونکو په توگه خپل نومونه درج کړې دي یا ووټر ریجسټریشن يي کړی دی. ورځپاڼه وايي دا د هیواد په تاریخ کې د درج شوو ووټرانو تر ټولو لویه شمیره ده.

د ډیموکریټک پارټۍ هیلري کلنټن او د رییپلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د صدارت دپاره د یو بل حریفان دي او د گل، دوشنبې، په ورځ يي هم خپل انتخابي مهمونو ته دوام ورکړی و.

میرمن کلنټن چې د پخوانۍ خارجه وزیره پاتې شوي ده، د گل، دوشنبې، په ورځ يي په پینسلوینیا، میشیگن او نارت کیرولاینه ریاستونو کې انتخابي جلسو ته وینا وکړه. او ډانلډ ټرمپ په فلوریډا ریاست کې په خپل انتخابي مهم کې مصروف و.

د دواړو امیدوارانو ترمنځ په خارجه تگ لاره، د هیواد په اقتصادي وضع، امنیت او د ترهگرۍ خلاف جنگ په سر اختلافات موجود دي. هم دغه رنگ هیواد ته په مهاجرت، په امریکا کې میشته اقیلیتونو په خصوصي توگه لاطیني امریکایانو او د مسلمانانو په سره هم هیلري کلنټن او د ډانلډ ټرمپ په دریځونو کې ډیر فرق دی.

موجوده صدر براک اوباما، چې د امریکې په تاریخ کې وړمبی افریقايي امریکنی یا تورپوستکی صدر و، د صدارت دوه دورونه يي د کال ٢٠١٧ په اخیره کې سر ته رسیږي. د امریکې د آئین ترمخه، موجوده صدر د دریم ځل دپاره په انتخاباتو کې شرکت نشي کولی.

د امریکې نوی منتخب شوی صدر د جنورۍ په میاشت کې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي.

څیړونکې وايي د ډانلډ ټرمپ په حمایت کونکو کې په لویه شمیره کې سپین پوستکې زاړه پاله امریکایان شامل دي. بلخوا ډ یموکریټک پارټۍ په روایتي حمایت کونکو کې افریقايي امریکایان او د نورو اقلیتي قامونو سره تعلق لرونکې خلک او په لویه شمیره کې زنانه شاملې دي.

د څیړنې اداره پیو ریسرچ سینټر وايي دا به د امریکې په تاریخ کې وړمبي داسې انتخابات وي چې د مختلفو قامونو ډیر زیات خلک به پکې برخه اخلي ځکه چې د اقلیتي قامونو خلکو په زیاته شمیره کې خلکو ځانونه د ووټرانو په توگه نوم لیکنه کړې ده.

اداره وايي په کال ٢٠١٢ کې د لاطیني ووټرانو شرح ٢٩ فیصد وه چې په موجوده وخت کې ٣١ ته رسیدلې ده. په مجموعي توگه د لاطیني ووټرانو شمیره ١٥٦ میلین ده. ددې په مقابله کې د نورو قامونو سره تعلق لرونکو ووټرانو شمیره ٧٠ میلین ده. په نوو رجسټر شوو ووټرانو کې ٥٧ فیصد سپین پوستکې امریکایان دي، پیو وايي.

په کال ١٨۴٥ کې کانگرس د نومبر د میاشت د وړمبۍ نهې، سه شنبې، ورځ صدارتي ووټونو دپاره وټاکله. دا ورځ په دې خاطر چې و ټاکلی شوه چې د نومبر په میاشت کې د امریکې په زیاترو برخو کې د منې موسم وي، کرونده گر د فصلونو سنبالولو د چارو نه فارغ شوي وي او د کلو بانډو څخه نژدې ښارونو ته ووټ اچولو دپاره وخت وباستلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG