لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې صدارتي انتخاباتو ته دوه ورځې پاتې دي


په ځینې ریاستونو کې د وړاندې د ووټونو اچولو عمل سر ته رسیدلی دی
په ځینې ریاستونو کې د وړاندې د ووټونو اچولو عمل سر ته رسیدلی دی

امریکایان د نهې، سه شنبې، په ورځ د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه اچونکې دي او په داسې مهال چې راې اچونې نه دوه ورځې دي، د ریپلیکن پارټۍ صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ او د ډیموکریټک پارټۍ هیلري کلنټن په هغه ریاستونو کې خپل مهمونه چلوي چې یو گوند پکې هم واضح اکثریت نه لري.

میرمن کلټن د اتوار، یکشنبې، په ورځ د اوهایو ریاست په کلیو لینډ ښار کې د بیس بال مشهور لوبغاړي لییبران جیمز سره یوې جلسې ته وینا وکړه. د ورستۍ نظر پوښتنو ترمخه، په اوهایو کې د ډانلډ ټرمپ حمایت کونکې زیات دي.

جلسې ته وینا کې لیبران جیمز وویل هغه د وړاندې نه ووټ اچولی دی او ورته معلومه ده چې د چا حمایت به کوي. هغه تیره میاشت د هیلري کلنټن د حمایت اعلان کړی و.

هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ به میرمن کنلټن په نیو هیمپشایر ریاست کې به جلسې ته وینا کوي.

ډانلډ ټرمپ به د اتوار، یکشنبې، په ورځ په آیوه، مینیسوټا، میشگن، پینسلوینیا او ورجینیا ریاستونو کې انتخابي جلسې کوي. دا هغه ریاستونه دي چرته چې اکثریت خلک په روایتي توگه ډیموکریټک پارټۍ ته ووټونه ورکوي.

په ځینې ریاستونو کې د وړاندې د ووټونو اچولو عمل سر ته رسیدلی دی.

د ورستۍ نظر پوښتنو ترمخه، که په موجوده وخت کې هیلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ نه په څه لږه وړانډې ده خو په ووټونو کې د سختې مقابلې امکان څرگندول کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG