لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکې د امریکې په صدارتي انتخاباتو د سختې مقابلې اټکل کوي


د ډیموکریټک پارټۍ امیدواره هیلري کلنټن او د ریپلیکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ
د ډیموکریټک پارټۍ امیدواره هیلري کلنټن او د ریپلیکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ

د امریکې د نوي صدر د انتخاب دپاره د ووټونو ورځ ته دوه میاشتې پاتې دي، د ډیموکریټک پارټۍ امیدواره هیلري کلنټن د ریپلیکن پارټۍ حریف ډانلډ ټرمپ نه د نظر پوښتنو ترمخه وړاندې گڼلی کیږي خو څیړونکې وايي د ټرمپ د کامیابۍ امکانات مخ په زیاتیدو دي او دا چې د نومبر په میاشت کې کیدونکو ووټونو پورې به حالات وخت په وخت بدلیږي.

څو هفتې وړاندې داسې ښکاریدل چې د ټرمپ انتخابي مهم د مشکل سره مخامخ دی خو ددې ورسته هغه په داسې ریاستونو کې ملاتړ ترلاسه کړې دی چې نه خو په څرگنده ډیموکریټک دي او نه په اکثریتي توگه ریپلیکن.

د کویني پيیک یونیورسټۍ د نظر پوښتنو ماهر ټیم ملوی وايي که چرې فلوریډا، نارت کیرولاینه، پینسلوینیا او اوهایو ریاستونو ته وکتلی ‍شي نو دا داسې ریاستونه دي چرته چې دې امیدوارانو ته گټه پکار ده، په دې وخت د چا د گټې اټکل گران کار دی خومقابله ډیره سخته ده او حالات ورځ په ورځ بدلیږي.

که څه هم ټرمپ او هیلر‏ي کلنټن سخت پلویان لري خو په گڼه شمیره کې داسې ووټران شته چې لا يي د یو امیدوار د حمایت فیصله هم نه ده کړې. ملوی وايي د دواړو امیدوارانو ترمنځ د سپټمبر په ٢٦ نیټه مباحثه به د تزب زب ښکار ووټرانو په رای جوړیدو کې اهم کردار ادا کړي.

ټیم ملوی وايي په نظر پوښتنه کې داسې تپوسونه کوي چې څوک په ښه ډول د ایټمي وسلو چارې سنبالولی شي؟ څوک په انتهايي ښو ډول نړي والې مسلې سره مخامخ کیدی شي؟ څوک د مهاجرت په اړه چارې سمولی شي او داسې نورې اهم پوښتنې.

میرمن کلنټن د نمونیه په وجه په کیلیفورنیا کې یو انتخابي دستوره ځنډولې ده چې له امله يي د صحت په اړه تشویش هم راپورته شوی دی خو داسې نه ښکاري چې په انتخابي مهم به يي څه اثر وغورځیږي.

ټیم ملوی وايي کتنه دې خبرې ته پکار ده چې ایا ټرمپ په زنانه ؤ، افریقايي امریکنیانو او هسپانویانو کې حمایت ترلاسه کولی شي او که نا او دا چې ایا هیلري کلنټن به خپله برتري پرځای وساتلی شي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG