لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ۳۰۰ تازه دمه پوځيان هلمند ته لیږي


د امریکا پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویلي په راتلونکو دوو اونیو کې به ٣٠٠ تازه دمه سمندري پوځيان د افغانستان نا ارامه ولایت هلمند ته استوي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ماموریت یوه ویاند بل سلون، د امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې ددې ٣٠٠ سرتیرو ځای پر ځای کول یو معمولي اقدام دی.

د ښاغلي سلون په وینا دغه امریکایي پوځیان د همدمره شمیر سرتیرو ځای نیسي چې په هلمند کې تر دې دمه افغان امنیتي او دفاعي قواو ته روزنه ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي قواو جګړه ایز ماموریت په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید او له هغې وروسته امریکایي او ناتو ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي.

هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې د طالبانو ډله په همدې ولایت کې ډیرې حملې کوي. د کوکنارو سترې کروندې هم د هلمند په ولایت کې دي چې د هغې د ترلاسه شوي عاید په یوې برخې باندې د وسله والو طالبانو حملې ترسره کیږي.

له دې دمخه په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن، ویلي وو چې د افغانستان جگړه په ټپه ولاړه ده او له دې وضیعت نه د وتلو لپاره د څو زرو نورو پرځای کولو ته ضرورت دی.

د جنرال نکلسن، له غوښتنې وروسته د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار هربرت ریموند مک ماستر، تیره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد له مشرانو سره یې دافغانستان د جنگي وضیعت په هکله خبرې وکړې.

په اوس وخت کې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ، حکومت د افغانستان د جنگ په هکله د امریکا د ستراتیژی په څیړلو بوخت دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مشر هغه هیواد ته د نورو قواو د استولو غوښتنه کړې، کابل د زیاتو تجهیزات تقاضا کړې ده.

امریکایي څیړونکي وایي چې د امریکا متحده ایالات ښایي دواړه انتخابه عملي کړي چې د فشار له لارې د طالبانو ډله مذاکرې ته اړ کړي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشانه په مننه خپرول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG