لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاېي کمانډر د اشرف غني او عبدالله عبدالله نه غوښتنې کړي


جنرال نکولسن د کابل نه په یو لیکلي پیغام کې واېس اف امریکا ته وېلي مونږ د افغانستان د سیاسي پروسې عزت کوو، خو په سیاسي اړي ګړي کې هېڅ لاس نه لرو.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو کمانډر د افغانستان په سیاسي مشرانوزور راوړی چې خپل ترمنځه سیاسي اختلافونو له وجې به په دغه جنګ ځپلي هیواد کې ترلاسه کړی شوې امنیتي ګټې بایللو اجازه ورنه کړي.

امريکايي جنرال جان نکولسن دا وینا پداسې حال کړی چې صدر اشرف غني او دهغه مرستیال عبدلله عبدلله خپل تر مینځه سیاسي اختلافونو کې انښتي چې له وجې ېې په افغانستان کې د قامي یووالي حکومت په راتلونکي پوښتنې راپورته شوي.

جنرال نکولسن د کابل نه په یو لیکلي پیغام کې واېس اف امریکا ته وېلي: ٫٫ مونږ د افغانستان د سیاسي پروسې عزت کوو، خو په سیاسي اړي ګړي کې هېڅ لاس نه لرو. په دغه سیاسي اړي ګړي کې اخته ډلو ته زمونږ یواځېنې پیغام هم دا دی چې په تیرو څو میاشتو کې لاس ته راوړی امنیتي ګټې د لاسه ور نه کړو.٬٬

د افغان اولس مشر اشرف غني او اجراېي رېيس عبدالله عبدالله تر منځه سیاسي اختلافونه تیره اونې هغه مهال اولس ته ښکاره شول کله چې عبدالله عبدالله په اولسمشر تور اولګوو چې په کال ۲۰۱۴م کې شوی سیاسي لوظونو خیال نه ساتي.

په کال ۲۰۱۴م کې شوی دغه سیاسي لوظنامی وروستو په دغه هیواد کې د ملي یو والي حکومت جوړ شوی وو.

د اجرائیي رئیس د نیوکو په ځواب کې صدر غني وېلي دغه بیان به بدینتیجې راوړي او زیاته کړی يي ده داسې بیانونه د هغه اصولو او نیکو جذبو سره سمون نه خوري کوم چې د دوی د حکومت بنیاد جوړوي.

د دغې په ځواب کې عبدالله غوښتنه وکړه چې د ملي وحدت حکومت د لوظنامې پوره پوره عملي کیدل غواړو؛ مونږ د دغې کم او زیات څه نه غواړو ځکه چې ددغه لوظنامه د هېواد د بقا او ثبات لامل کیږي.

لدغو بیانونو وروسته دواړو مشرانو د تیره ورځ ملاقات کړی او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو بحثونو ته ادامه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG