لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شکاگو کې د مسلمانانو په کلیزه غونډه کې د ترهگرۍ او داعش په اړه بحث


د اېسنا صدر اظهر عزیز
د اېسنا صدر اظهر عزیز

د امریکې په شکاگو ښار کې د مسلمانانو یو لوې تنظیم اسلامک سوسایټي اف نارت امریکا یا اېسنا کلیزه غونډه روانه ده چې پکې د امریکې د مختلفو برخو نه د زرگونو په شمیره کې راغلي مسلمانان برخه اخلي.

په غونډه کې د اېسنا د مشرانو ترڅنگ د امریکې د قامي سلامیته وزیر جی جانسن هم شرکت او وینا وکړه. هغه تندوریۍ، ترهگرۍ، مسلمانانو خلاف د کرکې او په امریکا کې د میشته اقلیتونو په اړه خبرې وکړې.

جی جانسن چې د کابیني د کچې وړمبی چارواکی دی چې د اېسنا په غونډه کې يي شرکت وکړو. هغه وویل مسلمانان او اقلیتونه د امریکې د معاشري بنیادي ارکان دي.

د داعش په اړه خپلو خبرو کې جی جانسن وویل داعش یو امارت نه دی بلکه د ترهگرو داسې ډله ده چې د اسلام نوم يي یرغمل کړی دی او د اسلام د یو قدر هم پابندي نه کوي.

د اېسنا غونډه هرکال د امریکې په مختلفو برخو کې کولی شي چې پکې د ښځو، ځوانانو او ماشومانو دپاره مختلف پروگرامونه کیږي. په امریکا کې میشته مسلمانانو دپاره د موجود وخت مسایل او ددغه مسلو حل په اړه غور د کنویشن په بنیادي مقاصدو کې شامل وي.

د وي او ای ډیوه خبریالې ثمینه احسن سره په یوه خصوصي مرکه کې د اېسنا مشر اظهر عزیز د نومبر په میاشت کې د امریکې د نوي صدر د انتخاب، داعش او په صدارتي انتخاباتو کې د مسلمانانو د شرکت په اړه خبرې وکړې.

اظهر عزیز وویل ټول کال يي دا کوښښ کړی دی چې د مسلمانانو ټولنه په دې پوه شي چې په انتخاباتو کې ووټ اچول څومره اهمیت لري. "مونږ د مسلمانانو ټولنې نه غوښتنه کوو چې په لویه شمیره کې د ووټونو په ورځ راوځي او په انتخاباتو کې برخه واخليو" هغه وویل. "ځکه چې دا د یوشهري په حیث ددوي آئیني ذمه واري ده. مونږ ټول کال دا کوښښ کړی دی چې ووټونو دپاره د مسلمانانو نوم لیکنه وشي. "

اظهر عزیز وویل مسلمانانو ته پکار دي چې په لویه شمیره کې په انتخاباتو کې برخه واخلي، خپل نماینده گان منختب کړي او د جمهوریت په مظبوطولو کې برخه واخلي.

"اېسنا د سوشل میډیا د لارې په امریکا کې میشته مسلمانانو ته د خپل پیغام رسولو کوښښونه کوي او تنظیم د پنځه لکه نه زیاتو مسلمانانو ته د سوشل میډیا دلارې رسايي لري."

په امریکا کې په موجوده وخت کې د اسلام او مسلمانانو په اړه د ټولنې په څه برخه کې د ویرې او کرکې په اړه د اېسنا مشر وویل "د اسلام ویره یوازې ویره نه ده بلکه دا حقیقت دی."

خو هغه زیاته کړه چې که مسلمانانو د اسلام په اړه پوهه خورول غواړي نو پکار ده چې د خپل دین نه ځانونه خبر کړي. هغه وویل په یو منظم ډول د اسلام او مسلمانانو خلاف ویره او تشویش خورول کیږي او دا دنده ځېنې خلک د خپلو مفاداتو په خاطر کوي.

"مونږ ته معلومه ده چې د تیرو څو کلونو راهسې داعش لکه د یوې مسلې په توگه راپورته شوی دی،" داعش په اړه ښاغلي عزیز وویل. "د داعش وسله وال زمونږ د عالمانو ترمخه د جنهم د اور اوسیدونکې دي. ددوي په وجه دومره تشدد او خونریزي رامځنته شوي ده."

اظهر عزیز وویل په امریکا کې میشته د مسلمانانو ځوان کول داعش د تبلیغانو ته لري ساتلو په خاطر اېسنا ورته د اسلام تعلیم ورکوي او د یو امریکا شهري په توگه د هغوي د کردار په اړه ورته تربیت ورکړی کیږي.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG