لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: کینیډايي شهري، د هغه میرمن او ٢ بچي يي یرغمل نیولي


د جاشوا او کیټلین میندو د خپلو واده شوو بچو تصویر نیولی دی
د جاشوا او کیټلین میندو د خپلو واده شوو بچو تصویر نیولی دی

د افغانستان طالبان وسله والو وایس اف امریکا ته ددې خبرې تصدیق کړی دی چې د کینیډا یوشهري، د هغه امریکنۍ میرمن او ددوي دوه بچي يي یرغمل نیولې دي او انتظار اوباسي چې کینیډا او امریکا يي غوښتنې ومني.

دا هفته راڅرگند شوي یو وډیو کې جاشوا بویل او د هغه ښځې کیټلین کولمین د امریکا او کینیډا غږ وکړو چې په افغان حکومت دې فشار واچوي چې طالب قیدیانو ته ورکړي شوي د مرگ سزاگانې دې نه عملي کوي.

جاشوا بویل او کیټلین کولمین په کال ٢٠١٢ کې طالبانو نیولې دي. میرمن کولمین خپلې کورنۍ ته په یو خط کې ویلې دوه ماشومان يي د طالبانو په حراست کې زیږیدلې دي.

په وډیو پیغام کې میرمن کولمین وايي دا به د هغې د کورنۍ دپاره ډیره دردونکې او ویرونکې خبره وي چې ورته معلومه شي چې دا خلک تر دې حده پورې تللی شي خو دوي (طالبان) ددې حد نه هم تیر شوي دي.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي طالبانو په رسمي ډول دغه وډیو نه دی خور کړی ځکه چې دا نوی نه دی. هغه زیاته کړه دا وډیو څه موده وړاندې ریکارډ کړی شوی و او د یرغمل کسانو کورنیو او د امریکا او کینیډا حکومتونو ته ورکړی شوی و.

"د دواړو قیدیانو صحت ښه دی. دوه ماشومان يي زیږیدلې دي او د صحت او حفاظت په اړه يي څه تشویش نشته،" مجاهد وویل.

"زمونږ غوښتنې دواړو هیوادونو ته لیږل شوي دي او مونږ دوي (یرغمل کسانو) ته ویلي چې د دوي ازادي ترلاسه کولو دپاره دي ددوي ملکونه هر ممکن گام واخلي،" مجاهد زیاته کړه خو نور څه تفصیل يي وړاندې نه کړو.

امریکې ویلي د وډیو جاج اخلي. د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان جان کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ واشنگټن کې یو خبري کانفرنس ته وویل د کیټلین کورنۍ په اړه اندیښمن دي او د انساني خواخوگۍ په بنیاد د هغۍ د ازادولو غوښتنه کوي.

د سایټ انټیلجنس نومې ویپ پاڼې د نهې په ورځ د یرغمل کسانو وډیو شائع کړی دی. دغه ویب پاڼه د نتدروه ډلو د ویب پاڼو څارنه کوي.

د کینیډا مامورینو ویلي د وډیو په اړه يي معلومات ترلاسه کړې دي خو څه تبصیره يي پرې نه ده کړې.

ددې نه وړاندې په کال ٢٠١٣ کې د جاشوا بویل او د کیټلین کولمین په وړمبي ځل یو وډیو جاري شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG