لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پال بی ټي وړمبی امریکنی مصنف چې بوکر پرایز يي گټلی


د برطانيي د ادبیاتو مشهور انعام بوکر پرایز ناول نگار پال بی ټي ته ورکړی شوی دی. دا اعزاز گټونکی هغه وړمبی امریکايي مصنف دی
د برطانيي د ادبیاتو مشهور انعام بوکر پرایز ناول نگار پال بی ټي ته ورکړی شوی دی. دا اعزاز گټونکی هغه وړمبی امریکايي مصنف دی

د برطانيي د ادبیاتو مشهور انعام بوکر پرایز ناول نگار پال بی ټي ته ورکړی شوی دی. دا اعزاز گټونکی هغه وړمبی امریکايي مصنف دی.

د پال بی ټي په ناول "سیل اوټ" کې په امریکا کې په نسلي تعلق باندې تریخ طنز شوی دی. هغه وړمبی امریکايي منصف دی چې مین بوکر پرایز او ددې سره یو شپیته زره امریکايي ډالرې يي گټلې دي.

ددې نه وړاندې به بوکر برایز یوازې برطانوي، د ایرلینډ او د کامن ویلت یا د برطانيي د واک د لاندې پاتې شوو ملکونو سره تعلق لرونکو لیکوالانو ته ورکړی کیدو.

ډاکټرارمینډه فورمین د بوکرپرایز د هغه ډلې مشره ده چې انعام گټونکې غوره کوي، وايي یو امریکايي لیکوال د خپل نوبت په وجه نه دی منتخب کړی شوی بلکه دا ښايي دا انعام په نړي واله کچه ورکړی کیدی ‍شي او هر کتاب چې په انگریزۍ ژبه کې لیکلی شوی وي بوکر پرایز دپاره يي انتخاب کیدی شي.

امینډه فورمین وايي دا کتاب د امریکې د عصري ټولنې زړه ته ځان رسولی دی او ډیر په بې باکۍ يی پرې طنزاو تنقید کړی دی.

د پال بی ټي د خپل کتاب په اړه دا خیال دی چې د ځینو خلکو دپاره به د هغه کتاب هضمول یو مشکل کار وي. هغه وايي د هغه کتاب د مختلفو خلکو قيصه ده چې کله د یو بل سره اتفاق او کله اختلاف کوي خو په مجموعي توگه د امریکې د اولس نمایندگي کوي.

د کتاب "سیل اوټ" پس منظر د لاس اینجلس ښار یوه غریبه برخه ده چې په ناول کې ورته د ډېکنز نوم ورکړی شوی دی. د کتاب راوي ددغه سیمې د بون بون په نوم یو اوسیدونکی دی چې په قام خپله لکه د پال بی ټي په رنگ تورپوستکی افریقايي امریکنی دی او په سپریم کورټ کې پرې په دې وجه مقدمه چلول کیږي چې د غلامۍ او د نسلي امتیاز نظام بیا پرځای کول غواړي.

د بوکر پرایز بنیاد په کال نونسوه یو کم اویایم کی اښیودی شوی و او په انگریزۍ ژبه کې لیکوالانو ته ورکړی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG