لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نکلسن په افغانستان کې د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه


په دې عکس کې جنرال نکلسن د افغان مامورینو سره په کندوز کې د امنیت په اړه یوه غونډه کې ناست لیدل کیږي
په دې عکس کې جنرال نکلسن د افغان مامورینو سره په کندوز کې د امنیت په اړه یوه غونډه کې ناست لیدل کیږي

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه اوس مهال دوه ماموریتونه ترسره کوي چې یو یې د "تروریزم ضد عملیات" او بل یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنه، سلا مشورې ورکونه او همکاري ده.

جنرال نکلسن د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې وویل چې د افغانستان جګړه د "بندون" په حالت کې ده او د دې حالت د بدلون لپاره زرګونو عسکرو ته اړتیا لري.

نکلسن وویل چې د تروریزم ضد د ماموریت لپاره کافي ځواکونه لري خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په کار ده چې افغانستان ته اضافي امریکایي او نړیوال عسکر ولیږل شي. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۵۰۰ بهرني عسکر دیره دي چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي.

د اضافي عسکرو غوښتنه به ښایي چې ډیر ژر د متحده ایالاتو نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مخې ته کیښودل شي. ښاغلي ټرمپ تر اوسه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو یا اضافه کیدو په هکله کومه واضح خبره نده کړې خو د پوځ نه یې غوښتي دي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د نابودۍ لپاره دې تګلاره جوړه کړي.

جنرال نکلسن د افغانستان د هوایي ځواک او د خاصو عملیاتو د ځواکونو په قوي کیدو ټینګار وکړ

د متحده ایالاتو نوی د دفاع وزیر جیم مټیس هم ښایي په راتلونکو څو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي چې حالات د نږدې نه وګوري او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د نقش په هکله جمهور رئیس ټرمپ ته سلا مشوره ورکړي.

امریکایي جنرال د افغانستان امنیتي ځواکونه او په ځانګړې ډول "خاصو عملیاتو" ځواکونه وستایل او د سیمې په کچه یې بې مثاله یاد کړل. جنرال نکلسن پدې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان هوایي ځواک دې په وسلو او الوتکو سمبال شي چې
"تعرضي" وړتیا ولري. جنرال نکلسن وویل که د افغانستان د خاصو عملیاتو او هوایي ځواک په برخې کې پانګه واچول شي، د نړیوالو ځواکونو د اوږو بار به سپک شي.

داعش او ګاونډیو لاس وهنې

جنرال نکلسن پخپلو خبرو کې وویل چې د ۹۸ هغو ترهګرو ډلو د جملې نه چې امریکا په ځانګړي لست کې شاملې کړيدي، دوه ویشت یې په افغانستان او پاکستان کې دي. ښاغلي نکلسن وویل چې د داعش غړي اکثره پاکستانیان او ازبکستانیان دي او ډیر لږ شمیر افغانان هم یوازې د پیسو په خاطر ورسره یو ځای شویدي.

امریکایي جنرال وویل چې د پاکستان حکومت د حقانې د شبکې او طالبانو د خوځښت او د پټیدو د ځایونو مخه نده نیولې

جنرال نکلسن وایي پاکستاني مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې د یوه ثبات لرونکي افغانستان د هدف د تر لاسه کولو لپاره د امریکا سره ولاړه ده خو تر اوسه د هغوي دغه خبرې په عملي بڼه ندي لیدل شوي، په ځانګړې ډول د طالبانو او د حقاني شبکې د فعالیتونو په مهارولو کې.

امریکایي جنرال پخپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان پوځ د ځینو وسله والو ډلو په خلاف عملیات کړيدي خو زیاته یې کړه چې که په پاکستان کې د حقاني د شبکې او طالبانو د پټیدو مرکزونه له منځه ولاړ نشي، په افغانستان کې بریالیتوب به سخته وي.

جنرال نکلسن د روسیې هغه ادعاګانې هم "غلطې" وګڼلې چې ګواکې د افغانستان حکومت د داعش د ډلې پر ضد په سمه توګه جګړه نکوي. نکلسن وایي روسیه کوښښ کوي چې د داعش په خلاف جګړې کې د طالبانو سره مرستې وکړي او پدې سره طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

امریکایي جنرال همدرانګه وویل چې ایران هم په افغانستان کې د طالبانو سره مالي او نورې مرستې کوي او افغان شعیه ګان په سوریه کې د جګړې لپاره استخداموي.

د اداري فساد سره مبارزه

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن دا ومنله چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې مهم علتونه ناسمه رهبري، اداري فساد او رشوت خوري ده. ښاغلي نکلسن جمهور رئیس محمد اشرف غني وستایه چې د "خیالي عسکرو" او په امنیتي ځواکونو کې د ادارې فساد او رشوت خورۍ د له منځه وړلو لپاره یې جدي اقدامات کړیدي.

جنرال نکلسن وویل چې اوس مهال په الکترونیکي توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د معلوماتو ثبتول روان دي چې په همدې اساس به د افغانستان امنیتي وزارتونو پیسې هم ورکول کیږي.

یادگیرنه: د خبر د وي او ای اشنا څخه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG