لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان لپاره د امریکې نوي تگلاره کې څه دي؟


امریکې ددفاع وزیر جم میټس او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن
امریکې ددفاع وزیر جم میټس او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن

د افغانستان لپاره د امریکې نوې تگلاره کې جگړه ځپلي هیواد ته د ٢٠٠ الوتکو ورکولو او د افغان ځانگړو پوځیانو شمیره دوه وارې زیاتولو وړاندیز شوی دی. نوې تگلاره د راتلونکو څلورو کالو لپاره جوړیږي.

یو امریکايي چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي د امریکې ددفاع وزارت، پینټگان، د وایټ هاوس او کانگرس سره په شریکه کار کوي چې افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د حکومت تگ لارې ته حتمي شکل ورکړي. ویل کیږي چې د افغان تگ لارې په اړه به هله فیصله اعلان کیږي چې کانگرس يي منظوري ورکړي.

د امریکې ددفاع وزیر جم میټس د گل، دوشنبې، په ورځ افغانستان ته د خپلې دورې په مهال افغان مامورینو سره په دغه مجوزه تگ لار خبرې اترې وکړې. جم میټس د افغان صدر اشرف غني سره هم ولیدل او د افغان او امریکايي چارواکو په وینا صدر غني او ښاغلی میټس هم د افغانستان د امنیت په اړه په دغه منصوبه غور وکړو.

افغانستان په اړه د امریکې د مجوزه تگ لارې په ممکنه بنیادي جزویاتو کې د نورو مادو ترڅنگ افغانستان ته ٢٠٠ پورې جهازونه او هیلې کاپټرې ورکول او د افغانستان د خصوصي ځواکونو شمیره دوچنده کول دي.

وي او ای ډیوه د امریکې د څیړنې یوې ادارې ولسن سینټر کارپوه مایکل کوگل مین ویلي په نوي تگ لاره کې به د صدر ټرمپ حکومت په افغانستان کې د موجودو امریکايي جنرنیلانو خبرو او پوځي اندازو ته ارزښت ورکوي.

امکان دی چې په راتلوکو هفتو کې به صدر اشرف غني دغه منصوبه اعلان کړي.

خو په موجوده وخت دغه تگ لاره په اتبدايي پړاو ولاړه ده.

جم میټس نه پوښتنه وشوه چې آیا امریکا به په افغانستان کې د موجود عسکرو شمیره زیاته کړي؟ نو ددفاع وزیر د رازدارۍ په سبب په دې اړه لاه څه نشي ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG