لاس رسیدونکی لینک

امریکا کې د کال ناین الیون ١٥ م کال ونمانځلی شو


په نیویارک کې د ناین الیون یادگار

په نیویارک کې د ناین الیون یادگار

په امریکا کې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټي د ترهگر حملو ١٥ م کال ونمانځلی شو او صدر براک اوباما په دې موقع وویل په دغه حملو کې په ورلډ ټریډ سینټر، پینټنگان او پینسیلوینا کې وژل شوي ٣٠٠٠ کسان به کله هم د یاد نه ونه غورځولی شي.

صدر براک اوباما په وایټ هاوس کې سحر په هغه وخت څو منټه خاموشي اختیار کړه په کوم وخت چې په نیویارک کې د ورلډ ټریډ سینټر په وړمبۍ ودانۍ په کال ٢٠٠١ کې وړمبی جهاز حمله کونکو وجنگولو.

ددې ورسته، براک اوباما په پینټگان یا دفاع وزارت کې چې د امریکې فوجي مرکز هم دی، په یوه دستوره کې شرکت وکړو.

"مونږ یي یاد ساتو او مونږ به هغه شا او خوا ٣٠٠٠ ښکولې ژونده هیڅ کله هم هیر نه کړو چې زمونږ نه ډیر په بې رحمۍ اخیستل شوي ديو" براک اوباما د پینټگان دستورې ته وویل.

صدر اوباما لوظ وکړو "ترهگر به هیڅ کله هم د امریکې په رنگ عظیم او مظبوط" قام ته د ماتي ورکولو جوگه ن‍شي. هغه وویل د امریکې مظبوطیه په دې خبره کې ده چې دلته د هرقام او هر مذهب خلک اباد دي.

په نیویارک کې هم په یوه دستوره کې په ناین الیون حملو کې وژل شوي کسان یاد کړی شول. په کال ٢٠١٦ کې د نوي صدر دپاره کیدونکو انتخاباتو کې د ډیموکریټک پارټۍ امیدواره هیلري کلنټن او د ریپلیکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ د گراونډ زیرو په دستوره کې برخه واخیسته. گرانډو زیرو هغه میدان دی چې د ورلډ ټریډ سینټر واړه ودانۍ پکې ولاړې وي.

د نیویارک په دستوره کې د هغه ٢٩٨٣ کسانو نومونه د هغوي خپلو خپلوانو واخیستل چې د ناین الیون په حملو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG