لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د ترهګرو مرستې جاري ساتلي: ریکس ټیلرسن


ټیلرسن ویلي پدغه تړون کې د تهران لخوا نورو ټولو هغه ګواښونو باندې سترګې پتې شویدي کوم چې د ایران لخوا سیمې او نړۍ ته رامنځته کېږي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ادارې ایران ته خبر ورکړی نړیوال امنیت ته د تهران د ګواښ له امله دوي د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خپل سیاست له سره غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ويلي:( ایران په نړۍ کې تر ټولو زیات له ترهګرۍ سره مرسته کونکی هیواد دی او د ګڼو شخړو پړه ددوي په غاړه ده. ایران په شام، یمن، عراق او لیبنان کې د امریکا د ګټو پرضد کار کوي او د اسرایلو پرضد یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.)

ټیلرسن زیاته کړه که د ایران په اړه سیاست باندې بیا غور وه نشي نو د ایران اټومي موخې به د شمالي کوریا په څېر نړۍ ته ډیرې خطرناکې وي. ښاغلي ټیلرسن وړاندې ویلي: (پدې وروستیو کې ایران د منځني واټن ویشتونکي بالیسټیک توغندي له ازموینې او د میزایلو د ټکنالوژۍ له دوام سره د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره په ټکر کې دی.)

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تهران له ملګروملتونو او له پنځو نورو هیوادونو سره د اټومي پروګرام د نه خپراوي تړون په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په بدل کې لاسلیک کړ.

د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ هرکله پدغه تړون باندې نیوکې کړیدي او ویلي یې دي چې ددغه تړون پرمهال تر ټولو بدې چنې وهل شویدي. ټیلرسن وايي دغه تړون د ایران اټومي ګواښ نه دی لیرې کړی.

ټیلرسن ویلي پدغه تړون کې د تهران لخوا نورو ټولو هغه ګواښونو باندې سترګې پتې شویدي کوم چې د ایران لخوا سیمې او نړۍ ته رامنځته کېږي.

دغه لوړ رتبه امریکایي ډپلوماټ ویلي دي چې د ټرمپ اداره به له ایران څخه د موجودو ګواښونو له بشپړې ارزونې څخه وروسته ددغه هیواد پرضد پریکړنده ګامونه پورته کړي.خو هغه دا وه نه ویل چې دغه پریکړنده ګامونه به څه ډول وي.

د امریکا ځینې وکیلانو هم په ایران باندې د بندیزونو په لیرې کولو باندې نیوکې کړي خو دا څیړونکي وايي که په ایران باندې دغه اقتصادي بندیزونه بیرته ولږول شي نو دا به هم د نړیوال تړون څخه سرغړونه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG