لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د فیبرورۍ د میاشت راهسې موصل کې ٣٠٧ ملکي کسان وژل شوي دي


د ملگرو ملتونو د انساني حقونو ادارې مشر په عراقي ځواکونو او داعش خلاف د امریکې په مشرۍ کې جنگیدونکې نړي وال ائتلاف باندې غږ کړی چې په موصل کې داعش د خلاف جگړې په مهال دې خپلې تگ لارې ته بیا کتنه وکړي او د وسله والو په دې سازش کې دې نه غورځیږي چې ملکي کسانو ته خطرات راولاړول غواړي.

زید ابن رعد حسین چې د ملگرو ملتونو د انساني حقونو هايي کمشنر دی د نهې، سه شنبې، په ورځ يي په یو بیان کې وویل پکار ده چې ائتلافي ځواکونه د داعش په هدفونو بمبارۍ کې د ډیر احتیاط نه کار واخلي ځکه چې دا معلومه خبره ده داعش د ملکي خلکو پشا پناه اخلي. هغه وویل په داسې حالاتو کې په داعش بمباري د ملکي خلکو ته تلافات اړولی شي.

ملگري ملتونه وايي د فیبرورۍ د ١٧ مې نټیې نه تر د مارچ د میاشت ٢٢ مې نیټې پورې په غربي موصل کې ٣٠٧ ملکي کسان وژل شوي او ٢٧٣ زخمیان شوي دي. ملگرو ملتونو په جنگ کې ښکیل دواړه فریقین، ائتلافي ځواکونه او دداعش وسله وال، د ملکي کسانو ته په تلافاتو گرم بولي دي.

ښاغلي حسین وویل داعش ماشومان، ښځې او سړي د زغرې په توگه د خپل ځان ساتلو دپاره استعمالوي. "دا د بنیادي انساني وقار او اخلاقیاتو خلاف ورزي ده."

د امریکې ددفاع وزارت، پینټگان، په موصل کې د ملکي کسانو په وژل کیدو خفگان څرگند کړی دی او د امریکې پوځ ویلي د هغه رپورټونو تحقیقات يي شروع کړې دي چې ائتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ملکي کسانو وژل شوي دي.

د امریکې پوځ ویلي د لسو ورځو ٧٠٠ مختلفو وډیوگانو جاج اخلي چې ددې خبرې تصدیق وکړي چې آیا هغه رپورټونه کره دي او که نا چې د ائتلافي ځواکونو د هوايي بمبارۍ دلاسه په غربي موصل کې ملکي کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG