لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: سي پیک ښايي د هند او پاکستان ترمنځ ستونزې نورې هم زیاتې کړي


ملگرو ملتونو ویره ښودې چې د چین نه پاکستان ته اقتصادي لاره (سي پیک) کیدی شي د هند او پاکستان ترمنځ سیمه ایزه او سیاسي شخړه نوره هم زیاته کړي.

د ملګروملتونوا په یو خپور شوي رپورټ کې دا اندیښنه هم ښودل شوې چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي هم د یادې پروژې ګټې د کابل او کندهار د ښارونو پورې محدودوي ځکه د افغانستان په جنوب او ختیځ کې طالبان فعالیت کوي. رپورټ زیاتوي د کشمیر پر سر د هند او پاکستان لانجه د اندېښنې وړ ده.

د ملگرو ملتونو دغه رپورټ د چین په خواست تیار کړل شوی دی او سر خط يي دی یوه پټۍ –یوسړک (ون بیلټ اینډ ون روډ انیشیټیو).

راپور دا هم وايي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر لانجه هم د سي پیک په وړاندې ننګونې جوړوي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې ددغې پروژې له امله یو شمیر ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کیدای شي د بیلګې په توګه ځایي خلک بې کوره کولی شي.

همدارنګه په بلوچستان کې دا ویره هم شته چې له نورو سیمو څخه دغې صوبې ته د خلکو په ورتګ به بلوڅان په لږکیو یا اقلیت باندې بدل شي.

د یادو ستونزو ترڅنګ راپور دې ته هم اشاره کړې چې سي پیک به د چین، پاکستان، ایران، هند، افغانستان، او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی راولي.

د پاکستان د حکومت لخوا لا پدې اړه څه نه دي ویل شوي.

د چین - پاکستان اقتصادي راهدارې یو څیړونکی فضل سعید وایي چې مسلې شته خو چین د مسلو هواري لپاره خپل کوښښونه هم کوي.

دې زیاتوي چې افغانستان کې امن راوستو او له هند سره د تجارت په لړ کې یې هم خبرې روانې دي.

د هند لخوا د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارې په اړه هم په دا ورستیو کې اعتراض شوی وو او ویلي وو چې سي پیک د پاکستان ترواک لاندې کشمیر باندې تیرېږی چې لانجمنه سیمه ده خو چین هغه وخت ویلي وو چې سي پیک د کشمیر له شخړې سره هیڅ تړون نه لري.

هندوستان په بیجنگ کې د یوې پټۍ یوه سړک تر نامه لاندې غونډې ته خپل رسمي پلاوی نه وه استولی که څه هم په هند کې د چین سفیر پدغې غونډه کې د ګډون لپاره هند ته بلنه ورکړې وه.

نه یواځې دا بلکه هند د چین په نړیوال اقتصادي نوښت باندې نیوکې هم کړې وي او د هیوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د زیاتیدو سبب یې ګڼلی وه.

هند وايي ددغه پروژي په وجه به کوربه هیوادونه د چین د قرضو د بوج لاندې راشي.

پاکستان ددې برعکس نظر لري او په حکومتي کچه سي پیک د هیواد د اقتصادي خوشحالۍ زیری گڼي.

یادگیرنه: ددې خبر ځینې برخې د مشال ریډیو نه اخستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG