لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په افغانستان کې په قیدیانو د تشدد غندنه کړې ده


د کندهار د مرکزي زندان یو تصویر
د کندهار د مرکزي زندان یو تصویر

ملگرو ملتونو د افغانستان په اړه په یو رپورټ کې ویلي په هیواد کې په قیدیانو تشدد کیږي، ددې باوجود چې افغانستان ددې عمل د ختمولو ‏لوظ کړی دی.

رپورټ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما او د انساني حقونو دپاره د ادارې څانگې یو این هیومن رایټس افس په شریکه لیکلی او پکې د ٢٠١٥ نه تر د ٢٠١٦ پورې یو کال وخت ته کتنه شوي ده.

د رپورټ دپاره د ملگرو ملتونو څارنه کونکو د افغان پولیس او د نورو امنیتي ادارو په دوه شپیته زندانونو کې بندو ۴٦٩څلور سوه او یو کم اوویه ؤ قیدیانو مرکې کړې دي.

انساني حقونو دپاره د ملگرو ملتونو ترجمانې میرمن لیز تروسل وایس اف امریکا ته وویل په هر دریو کې یو قیدی د ملگرو ملتونو مبصرینو ته د هغه سره شوي بدسلوکۍ او د ناوړه چلند قیصه کړې ده.

میرمن تروسل وویل د اکثریت خلکو وینا وه چې په دوي د جرم د اعتراف دپاره تشدد کیدو او کله به يي چې اعتراف وکړو، اعترافي بیان به يي یا لاس لیک کړو او یا به يي پرې گوته ولگوله نو تشدد به پرې بند شو او په اکثرو موقعو به قیدیانو ته دا نه وه معلومه چې په اعترافي بیان کې څه لیکل شوي دي او یا به دغه بیان نشو لوستلی.

د ملگرو ملتونو څیړنکارانو چې د کومو قیدیانو مرکې کړې دي په هغو کې پنځه اتیا ماشومان هم شامل دي. په دغه ماشومانو کې اته دیرش ماشومانو ویلي د امنیتي ځواکونو په بند کې د تشدد ښکار شوي دي او یا ورسره بد سلوک شوی دی.

تروسل وویل د تشدد په طریقو کې د قیدیانو په کوتک یا د پلاسټک په تار وهل کیدل، د بجلۍ شاټونه، ساه بندول، په اوبو کې د ډوبیدو احساس ورکیدل، جنسي حملی او یا د مرگ دړکې شاملې دي.

تروسل وايي په دې تازه رپورټ کې لکه د وړاندې رپورټونو په رنگ چې په کومه خبره زور اچول شوی دی هغه دا چې تشدد امنیت ښه کوي نه او تشدد د لارې اخیستل شوي اعترافي بیانونه هم د یقین قابل نه وي ځکه چې خلک د تشدد او درد د ودریدو دپاره هر څه ویلی شی.

ملگرو ملتونو په افغانستان کې د زندانونو په سم ډول د څارنې او په تشدد کې د ککړ خلکو د احتساب او ورسره د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG