لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه:فضائي بريدونو کې دافغانانو دمړينې شميره راټيټه شوې


 راپور کې وئيل شوي دي چې حکومت مخالفو عناصرو 2,179 اولسي وگړي وژلي اؤ 3,952 کسان يې ژوبل کړي ، چې دغه شميره د2011م په پرتله 9 فيصده سيوا ده.
دامريکائي اؤ ائتلافي ځواکونو په بريدونو کې دوژل شوؤ اولسي وگړو شميره 46 فيصده راکمه شوې ، چې تيرکال دوژل شوؤ کسانو شميره 316 اؤ دژوبل شوؤ شميره 271 وه
راپور کې وئيل شوي دي چې حکومت مخالفو عناصرو 2,179 اولسي وگړي وژلي اؤ 3,952 کسان يې ژوبل کړي ، چې دغه شميره د2011م په پرتله 9 فيصده سيوا ده. دامريکائي اؤ ائتلافي ځواکونو په بريدونو کې دوژل شوؤ اولسي وگړو شميره 46 فيصده راکمه شوې ، چې تيرکال دوژل شوؤ کسانو شميره 316 اؤ دژوبل شوؤ شميره 271 وه
ملگرو ملتونو وئيلي دي چې امريکائي اؤ دنيټو فضائي بريدونو کې دافغان اولسي وگړو دمړينې شميره تيرکال قابو نيم په نيمه ١٢٦ؤ ته راټيټه شوې ده.
دملگرو ملتونو دغه راپور يوه ورځ وروستو له هغې مخې ته راغلى چې افغان صدر حامد کرزي دابادۍ په سيمه کې دعملياتو په مهال د افغان ځواکونو لخوا دبهرنو ځواکونو دفضائي ملاتړ په راغوښتو بنديز ولگولو.
د افغانستان 11 کلنه جگړه کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې دراټولونکې ملگرو ملتونو دافغانستان په اړه دمشن لخوا جاري شوي کليز راپور ترمخه تيرکال په مجموعي ډول هم داولسي وگړو دوژنې کچه د12ؤ فيصدو په راکميدو سره په 2011م کې دوژل شوؤ 3,131ؤ کسانو په پرتله 2754ؤ ته راکمه شوې ده.
په تيرو شپږو کلونو کې که هر څو دغه داولسي وگړو په وژنو کې دکمي لمړى راپور دى، خو ملگرو ملتونو دوسله والو ډلو لخوا دهدفي وژنو اؤ بشري حقونو په خلاف ورزو انديښنه څرگندنه کړې ده.
ملگرو ملتونو دا هم وئيلي دي چې کال 2012م کې په افغان جگړه کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ ښځو اؤ جينکو شميره 20 فيصده سيوا شوې ده.
دملگرو ملتونو لخوا دغه راپور په داسې حال کې جاري شوى چې تيراوونۍ دافغانستان په کونړ ولايت کې په يو فضائي بريد کې دپينځوؤ ماشومانو، څلورو ښځو اؤ يو سړي په وژنه هيواد کې غم اؤ غصه پيدا شوې ده، ددغه پيښې په ردعمل کې صدر حامد کرزي خپلې استخباراتي شبکې اؤ عسکرو ته امر کړى چې دابادۍ په سيمو کې دې دبهرنو ځواکونو فضائي ملاتړ نۀ راغواړي.
ملگري ملتونه وائي چې طالبانو اؤ نورو جنگيالو په ټول هيواد کې اولسي وگړي په نخښه کړي اؤ هغوي تيرکال د81 فيصده اولسي وگړو دمرگ ژوبلې مسؤل دي.
راپور کې وئيل شوي دي چې حکومت مخالفو عناصرو 2,179 اولسي وگړي وژلي اؤ 3,952 کسان يې ژوبل کړي ، چې دغه شميره د2011م په پرتله 9 فيصده سيوا ده.
دامريکائي اؤ ائتلافي ځواکونو په بريدونو کې دوژل شوؤ اولسي وگړو شميره 46 فيصده راکمه شوې ، چې تيرکال دوژل شوؤ کسانو شميره 316 اؤ دژوبل شوؤ شميره 271 وه.
په افغانستان کې دملگرو ملتونو لوړپوړي استازي جان کيوبس دمړو اؤ ژوبلو په شميره کې دکمي هرکلى کړى خو وئيلي دي چې په جگړه کې داولسي وگړو مرگ ژوبله اوس هم دمنلو جوگه نۀ ده.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند هم وائي چې دمړو اؤ ژوبلو په شميره کې کمى يوه مثبته نخښه ده اؤ ژمنه يې کړې ده چې دتندلارو دبريدونو څخه داولسي وگړو دتحفظ لپاره به هرممکن گام اخستى شي.
دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي وائي هغوي اوس هم ځانمرگي بريدونه کوي، دابادۍ په هره سيمه کې دسړک دغاړې بمونه کاروي اؤ په کليو کې اولسي وگړي د ډال په توگه استعمالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG