لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي واکمن گوند په صدارتي ریفرینډم کې د گټې اعلان وکړو


د رای شمیرنې یوه چارواکې ووټ ښايي
د رای شمیرنې یوه چارواکې ووټ ښايي

د ترکي واکمن گوند د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي په هغه ریفرینډم کې د گټی اعلان وکړو چې پکې د رای اچونکو نه پکې دا تپوس کیدو چې آیا د حکومت د موجوده پارلیماني نظام پرځای صداراتي نظام د قایمیدو په حق کې دي او که نا؟

د ترکي موجوده صدر رجپ طیب اردوان د آئیني ترمیم په حق کې دی. هغه ویلي صدر ته نور اختیاراتو د ورکولو په نتیجه کې به یو داسې چټک او باصلاحیت حکومت قایم شي چې د ترهگرۍ او د او د خراب اقتصاد به په ښه ډول حل راوباسي.

د ریفرینډم مخالفین وايي د صدر په اختیاراتو کې د اضافې په نتیجه کې به "منتخب امریت" قایم شي.

په ریفرینډم یا رای پوښتنه کې د ووټونه د اتوار، یکشنبې، په ورځ ناوخته سر ته ورسیدل. که څه هم مامورینو په رسمي ډول د ریفرینډم د فاتح اعلان و نه کړو خو د سرکاري خبري ادارې ترمخه د "یس" یا د هاو یا حق کې یوپنځوس اشاریه یو فیصد رای ورکړی شوي وې.

ریفرینډم چې د ترکي په ٨۴ تاریخ کې تر ټولو لانجمن بولی شوی دی، په دې کې ټولټال ٩٨ فیصد ووټونه واچول شو.

په ریفرینډم کې د صدر اردوان د گټې مطلب به دا وي چې د ترکي پارلیمنټ به ډیر واک اختیار د لاسه ورکړي. وزیراعظم او د هغه کابینه به ختمه شي او صدر به نیغ په نیغه وزیران مقرروي چې هم هغه ته به جوابده وي.

د ائیني ترمیم په نتیجه کې به د صدر د عهدې غیر جانبدار حیثیت ختم شي او د صدارت ترڅنگ به د خپل سیاسي گوند د مشرۍ دنده هم ترسره کولی شي. صدر به د پارلیمنټ د تحلیل کولو او د بیړني حالاتو پرځای کولو اختیار هم لري. ددې نه علاوه صدر به په اعلا عدلیه کې د ججانو د تقررۍ اختیار هم لري.

د ریفرینډم په سر په هیواد کې ژور سیاسي اختلافات راپیدا شوي وو او ددې په حق کې او دې رای اچونې مخالفینو دواړه خواو دا دریځ و چې د هیواد اینده په خطر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG