لاس رسیدونکی لینک

ترکي کې د ناکامه فوجي بغاوت ورسته په زرگونو خلک نیول شوې دي


صدر رجب طیب اردوان الزام لگولی چې د بغاوت سازش په امریکا کې میشته یوعالم دین جوړ کړی و. ښاغلي اردوان غوښتنه کړې چې امام فتح الله گولین دې ترکي ته وسپارلی شي. ښاغلي گولین د بغاوت غندنه کړې او حکومت خلاف په سازش کې د ککړتیا الزام ‏يي ردکړی دی

صدر رجب طیب اردوان الزام لگولی چې د بغاوت سازش په امریکا کې میشته یوعالم دین جوړ کړی و. ښاغلي اردوان غوښتنه کړې چې امام فتح الله گولین دې ترکي ته وسپارلی شي. ښاغلي گولین د بغاوت غندنه کړې او حکومت خلاف په سازش کې د ککړتیا الزام ‏يي ردکړی دی

په ترکي کې د صدر رجب طیب اردوان د حکومت نسکورولو دپاره فوج ځينې فسرانو لخوا د ناکاما بغاوت ورسته پولیس په زرگونو خلک نیولي دي چې پکې لوړ رتبه فوجي مامورین هم شامل دي.

ترکي د انصاف وزیر بکیر بوزداگ ويلي شو او خوا ٦٠٠٠ کسان گرفتار کړی شوې دي او دا شمیره نوره هم زیاتیدی شي. په نیول شوو کسانو کې د فوج ددریمې برخې مشر جنرل اردال اوزترک هم شامل دی چې د غدارۍ الزاماتو سره مخامخ کیدی شي.

په ناکامه بغاوت کې شامل ځینې نور فوجي افسران په هیلې کاپټرو کې یونان ته رسیدلې دي او هلته يي د سیاسي پناه خواست کړی دی.

په ناکامه بغاوت کې د خلکو د وژل کیدو په اړه متضاد رپورټونه موجود دي خو د خالي په ورځ د رپورټونو ترمخه د پاسون په مهال په نښتو کې ٢٦٥ کسان وژل شوي دي چې زیاتره ملکي تنان دي. په استنبول، نقره او د صوبو په مرکزي ښارونو کې حالات اوس هم کړکیچن دي او رپورټونه وايي هلته ځای په ځای د تشدد پیښې رامینځته کیږي.

صدر رجب طیب اردوان الزام لگولی چې د بغاوت سازش په امریکا کې میشته یوعالم دین جوړ کړی و. ښاغلي اردوان غوښتنه کړې چې امام فتح الله گولین دې ترکي ته وسپارلی شي. ښاغلي گولین د بغاوت غندنه کړې او حکومت خلاف په سازش کې د ککړتیا الزام ‏يي ردکړی دی.

د روس صدر ولادیمیر پوټن هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر اردوان سره په ټیلي فون خبرې کړې دي او په ترکي کې يي د ثبات او د آئین د بحالۍ خواهش وکړو.

امریکې هم په ترکي کې د ائین او د جمهوریت د بحالۍ غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG