لاس رسیدونکی لینک

روس، چین او ترهگرۍ د ډانلډ ټرمپ د خارجه ډگر ستونزې دي


د انتخابي مهم په مهال به ډانلډ ټرمپ روس سره د همکارۍ د گټو خبره کوله. دا هغه نظر دی چې د خارجه تگ لارې ډیر تجزیه کار يي پریشانه کړې دي

د انتخابي مهم په مهال به ډانلډ ټرمپ روس سره د همکارۍ د گټو خبره کوله. دا هغه نظر دی چې د خارجه تگ لارې ډیر تجزیه کار يي پریشانه کړې دي

په منځني ختیځ کې د ترهگرۍ خطر، په یوکرین کې د روس جارحیت او د چین زیاتیدونکې زړه ورتیه، دا په خارجه ډگر هغه مسلې دي چې د امریکې مفادات ورسره تړلې دي او نوی منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به ورسره مخامخ کیږي.

ډانلډ ټرمپ ویلي د ترهگرۍ خلاف جنگ گټل يي په وړمبو ترجیحاتو کې شامل دي خو زیاتره څیړونکې وايي د انتخابي مهم په مهال بیان بازي يي په عملي میدان کې څه زیاته مرسته نشي کولی.

د برکنگز انسټیټیوشن ډیرل ویسټ وايي په نړي واله کچه د یو مشر هر گام او وینا ته ډیره پام لرنه کیږي، د لفظونو اثراتو او معنو ته خلک پام کوي او په مسلو خبرې او دا په کوم انداز کې پیش کیږي، دا هر څه ډیر زیات اهمیت لري.

د انتخابي مهم په مهال به ډانلډ ټرمپ روس سره د همکارۍ د گټو خبره کوله. دا هغه نظر دی چې د خارجه تگ لارې ډیر تجزیه کار يي پریشانه کړې دي.

د اټلانټک کونسل تجزیه کار جان هرسټ وايي که د ډانلډ ټرمپ د خارجه تگ لارې جاج واخیستلی شي یا پرې د ځان پوهیدو کوښښ وشي نو دا هر څه تشویش راپاروي، هغه په یوکرین کې د روس د مداخلت په اړه د بنیادي حقایقو نه ناخبره دی، هغه نیټو سره د امریکې د تړون په اړه او د نورو اتحادیانو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي او ده هر څه ډیر خطرناک دي.

هغه د بحرالکاهل په سیمه کې ایشیايي هیوادونو سره د ازاد تجارت معاهدې ټرانس پیسیفک پارټنرشپ مخالف دی او ماهرین وايي د ډانلډ ټرمپ په حکومت په دغه لوظنامې د پرمختگ امکان نه ويني.

د چین په اړه په ساوت چاینا سي کې داسې ښکاري چې هغه به سخت تگ لاره خپلوي.

سینټر فار سټرټیجک اینډ انټرنیشنل سډیز څیړنکار مایکل گرین وايي د ساوت چاینا سي په سیمه کې زیاته موجودگي پکار ده ځکه چې دا د تگ را تگ د ازادۍ معامله ده، دا د تجارت او د فاع مسله ده نو ځکه امریکې ته په دغه سیمه کې زیات کار پکار دی.

څیړونکې وايي که څه هم د خارجه تگ لارې په اړه د ډانلډ ټرمپ تجربه لا معلومه نه ده خو کتنه به اوس دې خبرې ته وي چې هغه نړۍ سره تعلقاتو دپاره په خپله کابینه کې کوم خلک شاملوي.

XS
SM
MD
LG