لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ کانګرس ته په خپله وینا کې د یو والي او مضبوطیدو غږ کړی


صدر ټرمپ د کانګرس شریکې غونډې ته د وینا په مهال
صدر ټرمپ د کانګرس شریکې غونډې ته د وینا په مهال

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کانګرس شریکې غونډې ته په وینا کې ویلي په نژدې ورځو کې په امریکا کې د یهودانو مرکزونو ته دهړکې او د دوي قبرونو ورانولو پېښې ښایي چې ټول امریکا یان د نفرت ډکو دغه پیښو پرضد دي او دغه په کلکه غندي.

صدر ټرمپ د نهې په شپه ناوخته امریکايي قانون دانانو او راغلو میلمنو ته په داسې مهال وینا کړې چې نایب صدر مایک پینس او سپیکر پال راین د هغه په شا ناست وو.

په خپله وینا کې صدر ټرمپ زیات تره د امریکا کورنۍ ستونزو باندې خبرې اوکړې او زیاته يې کړه چې زمونږ ملګري هیوادونه به اویني چې امریکا یو وارې بیا د نړۍ مشري کولو ته تیاره ده.

د مهاجرت په اړه د قانونو د یادولو په وخت صدر ټرمب اویل هغه په دغه مسله د امریکایانو خوشحالي ویني، او د کډوالو په اړه دغه قانونو سره به په امریکا کې کارونه پیدا شي، هیواد به په بیلینونو ډالره بچت اوکړي او امریکا به د ټولو لپاره یو محفوظ هیواد جوړ شي. ښاغلي ټرمپ یو وارې بیا د میکسیکو سره په پوله د دیوال جوړولو ژمنه تکرار کړه او زیاته يې کړه چې دغه دیوال به په امریکا کې د جرمونو او نشۍ توکو په مخ نیوي کې مهم رول اولري.

د تندروه اسلامي ترهګرۍ په اړه د امریکا صدر د کانګرس شریکې غونډې ته اوییل امریکا د اسلامي تندرو نه خوندي ساتلو لپاره به نور سخت ګامونه پورته کوي او امریکا ته راتلونکې کډوالو څارنه به نوره هم سختوي. صدر ټرمپ اوویل امریکا به د ترهګرو او تندلارو پناه ځاې جوړیدو ته نه پریږدي.

په شام او عراق کې فعاله تندروه ګوند داعش په اړه امریکايي صدر اوییل هغه پینټاګان ته امر کړی، داعش ته ماتې ورکولو لپاره دې یوه منصوبه تیاره کړي.صدر ټرمپداعش ګوند وحشیان اوبلل او وه يې ویل دوي د مسلمانانو، عیسایانو، ښځو سړو او ماشومانو سرونه وهي.

د هیواد د اقتصاد په اړه د خبرو په وخت صدر ټرمپ اوییل امریکا په نورو هیوادونو کې په ټریلنونو ډالره لګولي خو د هیواد دننه بنیادي ډهانچه په غورځیدو ده. صدر ټرمپ زیاته کړه امریکا هغه وخت بیا مضبوطیدی شي چې کله خپلو خلکو ته اهمیت ورکړي. د امریکا دننه د مالي مشکلاتو سره مخ کاروبارونو په اړه صدر اوییل چې دغه کارخانې او کاروبارونه به بیا ژوندي کوي. نوي سړکونه، پلونه او نوې ودانې به جوړوي.

د کډوالو یا ایمیګریشن موجوده نظام په اړه صدر ټرمپ یو وارې بیا ژمنه اوکړه چې دغه نظام کې به بدلونونه راولي. د خپل انتخابي کمپاین خپله مشهوره خبره (د اوباما کیر ختمول) يي یو ځل بیا تکرار کړه او د دغه نظام د بدلولو په اړه ييوویل، په یو داسې نظام په یي بدلوي چې د خلکو خرچې یا مصرف به پکې کم وي او دصحت سهولتونه به پکې سوا وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG