لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ د حکومت ١٠٠ ورځې پوره شوې


د ټرمپ د کار سل ورځې پوره شوې
د ټرمپ د کار سل ورځې پوره شوې

د ښاغلي ټرمپ دوکتورین په یو داسې وخت کې څرګندیږي چې په نړۍ کې کړکیچونه دي او د هغه د نوي بهرني سیاست په اړه اختلافات موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د کار د لومړیو سلو ورځو په نهه نويمه ورځ ملګرو ملتو ته ولاړ چې د شمالي کوریا په اړه د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسې وړاندې کړي.

هغه وویل "د ستراتېژیکي صبر سیاست پای ته رسیدلی دی. نور صبر یوازې په دې معنی دی چې شمالي کوریا د یو اتومي ځواک په توګه ومنل شي".

ښاغلی ټرمپ د ولسمشر په توګه د کار د لومړیو سلو ورځو دود ته اهمیت نه ورکوي او وايي چې سل ورځې یو غلط معیار دی، خو زیاتوي چې هیچا دومره کار نه دی کړی چې هغه کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ د دفتر رئیس راینس پریبس د ولسمشر د سلو ورځو د بشړولو په مناسبت د ټرمپ سیاسي نظریات څرګند کړل. هغه د منځني ختیځ په اړه وویل چې متحده ایالات له مځکنۍ جګړې سره علاقه نه لری، خو واشنګټن به د بشارالاسد په څیر د مخالفینو خوځښت محدودولو لپاره اقدام وکړي او د داعش له منځه وړل به هم یو لومړیتوب وي.

خو منتقدینو د هغه د بهرني سیاست په لومړیو اشتباهاتو نیوکې کړي دي. د پام وړه داده چې هغه د ولسمشرۍ د کمپاین په موده کې ژمنه کړې وه چې له ناټو به ووځي او چین به داسعارو انحصار کوونکی په توګه وبولي.

د واشنګټن د امریکايي پوهنتون د نړیوالو خدماتو د پوهنځي رئیس جیمز ګولډګایر وايي "زه ددغو سلو ورځو په اړه دومره ویلی شم چې هغه ته دا معلومه شوې ده چې د هغه د کمپاین د وخت موقف اوس زیاتره ګټه نه لري او هغه دیته اړتیا لري چې د روسیې او چین په څیر د هیوادونو په اړه خپل سیاست ته له سره کتنه وکړي".

سره له دې چې جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین له ولسمشر سره پر ډیرو موضوعاتو اختلاف لري، خو د فاع وزیر جیم مټیس او ملي امنیت سلاکار اچ-آر مک مسټر په شمول د هغه پالیسي ستايي.

هغه وايي چې د ملي امنیت اوسنۍ ډله د تیرو پنځلسو کلونو راهیسې يا په جګړه کې او یا له مشرتابه سره نږدې پاتې شوې ده. هغه فکر کوي چې تر ټولو مناسب خلک ټاکل شوي دي.

خو څیړونکي نپوهیږي چې د شمالي کوریا په څیر ستونزمنو ځایونو کې به د یو نه پیشبیني کیدونکی ولسمشر اقدام څه وي.

د سلو ورځو نه وروسته یو عمومي احساس دادی چې هغه ناوړه حالت لا نه دی رامنځته شوی چې په اړه یې پراخه ویره موجوده وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG