لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او جاپان مشرانو تر مېنځه دوه ورځنۍ خبرې پیل شوي


Trump US Japan
Trump US Japan

د وایټ هاؤس د ویاند شان سپاېسر ویلي هغه ګڼي صدر ټرمپ به د جاپان وزیراعظم سره خوشحاله وي، او هغه غواړي دغه لیده کاته د دواړه هیوادونو تر مېنځه د ښو اړیکو د پاره لاره سمه کړي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د جاپان وزیراعظم شینزو ابی د جمعې په ورځ د دواړه هیوادونو تر مېنځه د امنیتي خطرو د مخنیوي او اقتصادي همکارۍ سوا کولو په سر دوه ورځنۍ خبرې اترې پیل کړي.

د ښاغلي ټرمپ او شینزو ابی تر مېنځه نن په اوول دفتر کې د ملاقات وروستو یوې خبري غونډې ته وینا هم شوې . دواړه مشران به هم نن د فلوریډا پام بیچ ته ځي او د خالي ورځ به هلته تیروي.

د ښاغلي ټرمپ د صدارت څوګند پورته کولو وروستو به د یو خارجي هیواد د مشر سره دا تر ټولو زیات وخت تیرول وي. دوه اونۍ وړاندې د برتانېې وزیراعظمې تهریسا می سره د لیدو وروستو دا د ښاغلي ټرمپ د امریکا د یو ملګري هیواد د مشر سره تر ټولو اوږد نیغ په نیغه لیده کاته دي.

د وایټ هاؤس ویاند شان سپاېسر ویلي هغه ګڼي صدر ټرمپ به د جاپان وزیراعظم سره خوشحاله وي، او هغه غواړي دغه لیده کاته د دواړه هیوادونو تر مېنځه د ښو اړیکو د پاره لاره سمه کړي. ښاغلي سپاېسر ویلي صدر ټرمپ د دغه سېمې دحیثیت نه خبر دی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې د جاپان د وزیراعظم سره د لیدو کتو په اړه مثبت خبرې کړې وې او ویلي ېې وو صدر ټرمپ به داسې قسمه یو اړخیزه اعلانونه، نه کوي چې ورسره په سیمه کې د جاپان په حیثیت پوښتنې راپورته شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG