لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر په افغانانو د ونو، درختو، کرلو غږ کړی دی


په څلورو ژبو کې خپر شوي یو بیان کې د افغان طالبانو مشر په ولس د پسرلې په موسم کې د ونو کرلو غږ کړی دی. خو افغان حکومت وايي طالبان دې په ځمکه کې بمونه نه نال کۍ.

دا بیان په داسې حال کې شائع شوی چې د پسرلي موس د راتگ په موقع په افغانستان کې په عمومي توگه په جگړه کې زیاتوالی کیږي.

د اتوار، یکشبنې، په ورځ د طالبانو مشر ملا هیب الله اخونزاده په خپل بیان کې وویل "مجاهدین" او افغانان دې په ونو، درختو، لگولو کې یوځای شي. هغه وویل ونې "د چاپیریال په تحفظ، اقتصادي پرمختگ او د ځمکې په ښکله کې اهم کردار ادا کوي."

د ونو په بیان کې د طالبانو مشر بیا دا خبره تکرار کړه چې وسله واله ډله به په چټکتیه د "خارجي اشغالگرو" او د کابل حکومت خلاف خپله جگړه جاري ساتي.

افغان حکومت د ونو د کرلو دپاره د طالب مشر بیان رد کړو او وې ویل دا بیان یوازې ولس ته دوکه ورکول او د خلکو توجه طالبانو "د جرمونو او تباهۍ" نه بلخوا کول دي.

"طالبانو د تحریک د قیام راهسې ددې خلکو په ذهن کې چې کوم یوازنی شی موجود دی هغه جگړه، جرمونو او تباهي ده،" د افغان صدر اشرف غني نایب ترجمان شاه حسین مرتضاوي وویل.

د ملگرو ملتونو ترمخه په کال ٢٠١٥ کې په افغانستان کې د ملکی تنانو تلافات تر ټولو زیات وو. په دغه کال کې ١١٥٠٠ ملکي تنان وژل شوی او یا ټپیان شوي دي چې پکې د ٣٠٠٠ نه زیات ماشومان شامل دي.

د افغانستان د داخله وزارت ترجمان صدیق صدیقي وویل طالبان دې په ځمکه کې بمونه نه ښخوي چې د لاسه يي بې گنان افغانان، ماشومانو او ښځې وژل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG