لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان افغان حکومت د سولي امکان ردوي


په دوحه، قطر، کې طالبانو د دفتر ځینې مامورین. زبیح الله مجاهد وویل د حزب اسلامي د غړو دا خبره "بې بنیاده تبلیغات" دي چې گنې چې په افغانستان او یا په قطر کې د طالبانو په دفتر کې طالب مشران حکومت سره د سولي په خاطر د گلبدین د ډلې سره په رابطه کې دي
په دوحه، قطر، کې طالبانو د دفتر ځینې مامورین. زبیح الله مجاهد وویل د حزب اسلامي د غړو دا خبره "بې بنیاده تبلیغات" دي چې گنې چې په افغانستان او یا په قطر کې د طالبانو په دفتر کې طالب مشران حکومت سره د سولي په خاطر د گلبدین د ډلې سره په رابطه کې دي

طالبانو د افغانستان حکومت سره د سولي امکان رد کړی دی او ویلي يي دي حکومت سره د څه قسمه امن معاهده به داسې وي لکه چې "دښمن" ته تسلیمیدل او د اسلام پرضد تلل.

حکومت سره د سولي نه کولو د طالبانو اعلان په داسې حال کې شوی دی چې د وسله مخه نیولو دپاره امریکا افغانستان ته په اضافي عسکرو لیږلو غور کوي. د طالبانو دریځ او په افغانستان کې د امریکا د اینده تگ لارې دا تشویش راپارولی چې سږ کال په هیواد کې جنگونو کې شدت ولیدل شي.

په ورستیو ورځو کې افغان حکومت د حزب اسلامي افغانستان مشر گلبدین حکمتیار سره د سولي معاهده وکړه او هغه کابل ته راغلو. داسې گڼل کیدل چې د حکومت او د گلبدین د لوظنامه به طالبان هم امن ته راکښ کړي او طالبان به هم د جنگ نه لاس په سر شي.

خو د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد حکومت سره د سولي امکان رد کړو.

"د اسلامي امارت دریځ دا دی چې دښمن ته وسله غورځول او د بدو اهدافو په ترلاسه کولو کې ددوي مرسته کول نه یوازې د لکونو شهیدانو د قامي ارزوگانو بلکې د شریعت خلاف ورزي ده،" طالب ترجمان وویل.

زبیح الله مجاهد وویل د حزب اسلامي د غړو دا خبره "بې بنیاده تبلیغات" دي چې گنې چې په افغانستان او یا په قطر کې د طالبانو په دفتر کې طالب مشران حکومت سره د سولي په خاطر د گلبدین د ډلې سره په رابطه کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG