لاس رسیدونکی لینک

امریکا به د داعش پرضد فشار نور هم سوا کوي: ټیلرسن


تیره اونۍ ترهګرې ډلې پلازمینې دمشق ته نږدې داسې ستره جګړه وکړه چې په تیرو څلورو کالو کې یې ساری نه لیدل کیږي. حکومتي ځواکونو په ځواب کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو باندې توغندي وتوغول.

د هیواد په شمال لویدیځ کې بیا د امریکا په مشرۍ کې ایتلافي ځواکونو له داعش سره د هغوي په ترټولو قوي مرکز رقه کې جګړه وکړه. دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د داعش پرضد د نړیوال ایتلاف د غړو هیوادونو د استازو کوربه وه. دغه غونډې ته د وینا په مهال ښاغلي ټیلرسن ویلي د داعش پرضد به فشار نور هم سوا کوي. (پداسې حال کې چې په سوریه کې به د داعش په وړاندې لا کوټلي ګامونه پورته شي زه باید وه وایم چې متحده ایالات به د داعش او القاعدې په وړاندې فشار زیات کړي او دا زمینه به برابره کړي چې خلک د سیمو د خوندي کیدو وروسته بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.)

خو ټیلرسن د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیرې سره په توپیر په سوریه کې د سیاسي حالت په اړه څه وه نه ویل: (د ایتلاف په توګه زمونږ کار د هیوادونو جوړول نه ده. مونږ باید دا باوري کړو چې زمونږ د ایتلاف غړي هیوادونه د داعش د بیا راپورته کیدو د مخنیوي په برخه کې خپلې سرچینې په کار واچوي او جګړه ځپلو ټولنو سره د بیارغونې او ثبات راتلو په برخه کې مرسته وکړو.)

د شام لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی مایکل ریټنې د جینوا په خبرو کې ګډون کوي خو روس، ترکي او ایران په دغو خبرو کې لا فعال رول لوبوي.

روس د شام د ولسمشر بشار الاسد د ملاتړ لپاره پوځي مرسته وکړه او له مخالفینو نه یې د سیمو په بیرته نیولو کې ورسره مرسته وکړه.

په شام کې د الرحمن ګنډک ویاند وایل الوان وایې: (د سیمې حالات به د خبرو اترو دا دور باندې بې اغیزې نه وي خو بیا هم ډیر مثبت فکر نشو کولای. سیاسي مجبوریتونه روښانه دي او هغه سیاسي انتقال دی. د سوریې لپاره د ملګروملتونو استازی سټیفن ډیمسټورا پدې برخه کې جدي کار کوي. خو داسې ښکاري چې رژیم او روسانه به ددې په وړاندې خنډ وي نو ځکه خوشبیني نشته.)

ډیمسټورا د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې ولیدل او جینوا ته د بیرته راتګ نه مخکې به په انقره کې له ترکي چارواکو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG