لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تیرو ٣ میاشتو کې په شمالي شام کې ٥٠٠ ملکي کسان وژل شوي


د تیرې میاشت په دې تصویر کې امدادي کارکونکې په الیپو ښار کې یو ماشوم د ملبې نه راوباسي
د تیرې میاشت په دې تصویر کې امدادي کارکونکې په الیپو ښار کې یو ماشوم د ملبې نه راوباسي

د شام د انساني حقونو یو تنظیم ویلي په جنگ ځپلې هیواد کې د اپریل د میاشت راهسې په هوائي بمبارۍ او گوله بارۍ کې د ٥٠٠ نه زیات ملکي کسان وژل شوې دي چې پکې د ١١٠ نه زیات ماشومان شامل دي.

بلخوا، یو څیړونکي وايي روس د شام په مختلفو برخو کې په خپلې هوائي بمبارۍ کې ډرامائي اضافه کړې ده او په تیرو څو ورځو ورځو کې د روس هوايي بمباري درې چنده زیاته شوي چې ښايي روس په شام کې د کاروايي کولو مکمله ازادي لري.

په شام کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په اړه د سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس نومې تنظیم وايي د اپریل د میاشت د دویشتمې نیټې راهسې د هیواد په شمال کې په الیپو ښار کې د ٥٠٠ نه زیات ملکي کسان وژل شوي او ٢٦٠٠ نور زخمیان شوې دي. د باغیانو په قبضه کې په دغه سیمه د شام حکومتي او روسي ځواکونو د اتوار په ورځ هم بمباري کړې ده او تنظیم وايي بمبارۍ ١٦ نور ملکي کسان ووژل.

دغه تنظیم دا هم وايي د داعش په ولکه کې په منبیج نومې سیمه باندې د سیرین ډیموکریټک فورسز چې پکې کرد او عرب ملیشا شامله ده، کاروايي کړې چې پکې ٧۴ کسان وژل شوې دي. امریکا ددغه ملیشې ملاتړ کوي.

شام کې د روس پراخې شوي تگ لارې په اړه په واشنگټن کې د څیړنې ادارې انسټیټوټ فار دې سټډي اف وار څیړونکې جنیویو کیساگرانډی وايي روس له خوا په هوايي حملو کې اضافه یو خطرناک رجحان ښايي. هغه زیاتوي روسي کاروايي دا خبره هم په ډاگه کوي چې په جنیوا کې د نړي والو کوښښونو په نتیجه کې چې کوم اور بند په شام کې پرځايي شوی وو هغه لمنځه تللی دی ځکه چې روسي او د شام حکومتي جنگي جهازونو د باغیانو په قبضه کې په سیمو باندې بمباري جاري ساتلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG