لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ وايي د سوریې لخوا کیمیاوي وسلو کارول د بشریت سپکاوی دی


د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ وايي د سوریې لخوا کیمیاوي وسلو کارول د بشریت سپکاوی دی
د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ وايي د سوریې لخوا کیمیاوي وسلو کارول د بشریت سپکاوی دی

د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ وایي د سوریې په ادلب ښار کې د کیمیاوي وسلو استعمال یو بوګنونکې پېښه او د بشریت سپکاوی دی او ددې ګام وروسته ددغه هیواد په اړه د امریکا تګلاره به بدلوي.

د اردن د ولسمشر سره د خبرو پر مهال ډونلډ ټرمپ ویلي: (زه تاسو ته وایم چې پر ماشومانو شوي دغه بريد پر ما ډیر اغیز وکړو، دا ډیره یوه خرابه پېښه وه.)

ټرمپ زیاته کړه چې دا حمله ډیره زړه بوګنوکې وه او دا چې هغه به د سوریې په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. صدر ډنالډ ټرمپ دا واضحه نه کړه چې په روانه امریکايي تګلاره کې به څه ډول بدلون راولي.

د دې پېښې څو ورځې تر مخه امریکا اعلان کړی وو چې د سوريې ولسمشر لیری کول د دوی د لومړیتوبونو څخه نه دی خو اوس یې ویلي چې په سوریه کښې به خپل پوځي فعالیتونه اضافه کړي.

د سه شنبې په ورځ د سوريې په ادلب ښار کښې د کیمیاوي وسلو برید په اړه تر اوسه پلټنې دوام لري خو لومړني بې طرفه معلومات ښیې چې د سوریې ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولې دي.

په دې پېښې کښې د ماشومانو په ګډون شاخوا ۱۰۰ ملګي وګړي وژل شوي او تر ۳۵۰ هم زیات نور ژوبل دي.

د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړه.

دې حملې ته په نړیواله کچه سخت غبرګون ښودل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې پر روسیې تور پورې کړی چې د سوريې د حکومت تیروتنه پټوي. نیکي هیلې ویلي : (کله چې ملګري ملتونه د داسې شان پېښو په وړاندې په ګام اخیستلو کښې پاتې راشي نو مونږ مجبوره شو چې په خپله یوازې فیصله وکړو.)

د کیمیاوي وسلو د زهرجنو موادو کارولو د څیړنو لپاره ځینې مړي ترکیې ته استول شوې چې نتیجې ښایې چې دغه کسان د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله وژل شوي.

روسیې منلې چې سوري الوتکو خان شیخون کې برید کړی، خو وايي په برید کې د کیمیاوي وسلو هغه یوه ډېپو په نخښه شوې ده، چې په عراق کې تندرو ډلو ګټه ترې اخیسته.

بلې لورې ته بشارالاسد دا تور ردوي او د برید مسؤولیت پر مخالفو وسله والو اچوي، خو وروسته یې ومنله چې سوریه کې یې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG