لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د مشال خان په وژنه د عدالتي کمیشن جوړولو سپیناوي غوښتی


د پاکستان سترې محکمې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پروېزخټک نه ځواب غوښتی چې د پیښور هائيکورټ ته يې د مشال خان د وژنې په اړه د کمیشن جوړولو خواست ولې کړی دی.

د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ لومړنۍ اورېدنه کړې او پوښتنه یې کړېده چې پدې کیس کې د خیبرپښتونخوا د عدالتي کمیشن جوړولو څه ضرورت دی.

مشر قاضی د کیس اورېدنې په وخت ويلي عدالت په هیواد کې د پلټنو کونکو ادارو باندې باور لري ولې دغه کیس یو عام کیس نه دی.

نوموړي ويلي "د مشال خان وژنه په ملکي تاريخ کې غمجنه پیښه ده او دا په الفاظو کې نشي بيانیدی".

د مشرقاضي په مشرۍ بینج د صوبې پوليس مشر صلاح الدين محسود ته ويلي چې ګډ تفتيشي ټيم (جی آئي ټي) دې خپل کار دوامداره وساتي.

د خېبرپښتونخوا څارنوال سترې محکمې ته ويلي د مشال خان د وژنې په کېس کې د ۲۸ کسانو په ضد دوه مقدمې درج شوي، او په هغو کې ۲۴ کسان نيول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د پوليسو مشر صلاح الدين محسود عدالت ته ویلي د پېښې ۸۰فيصده پلټنې پوره شوي او زر به چالان عدالت ته وړاندې کړي.

جسټس ثاقب نثار همدارنګه د پوليسو له مشر نه پوښتنه کړې چې د پوځ غړي په جی ائي ټي کې ولې نه دي شامل کړای شوي.

د پوليسو مشر عدالت ته ويلي، چې د کیس اورېدنه دې هره ورځ وشي.

عدالت صلاح الدين محسود ته په خپله د پلټنو د څارنې او هره اونۍ د عدالت ته د رپورټ د وړاندې کولو ويلي دي، اورېدنه د روانې مياشتې ۲۷نېټې پورې ځنډول شوې ده.

بل لورته د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو د مشال د وژنې د ورځې نوې ويډيوګانې مخې ته راروانې دي، په یوې نوې ويډيو کې ليدل کيږي چې د پوهنتون په دروازه موجود ګڼ کسان بهر وتونکي ګاډي ګوري چې د مشال مړی بهر اونه باسي.

تیره ورځ په یوې بلې خپرې شوې ویډیو کې عارف نومې تن چې د پلار نوم تور خان اخلي وايي د ډز کوونکي نوم که چا واخیسته د پېغمبر (ص) غدار به وي.

ويل کیږي عارف د پي ټي آئي کونسلر دی.

مشال خان د تیر زيارت/پنجشنبې په ورځ مذهب ته د سپکاوي په تور د نورو محصلینو لخوا په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوی ؤ.

د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د خالي/شنبې په ورځ د مشال خان د وژنې نوټس په خپله اخستی وه او د خېبرپښتونخوا د پوليس نه يې په ۳۶ ساعتونو کې د پېښې رپورټ غوښتی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG