لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پاکستان، افغانستان او روس -  شربت گلې ته پړه دي؟


په خپلو شنو سترگو کې د ډوبو پرتو سوالونو په وجه په نړۍ کې نوم گټونکې شربت گله په پاکستان کې د دیرش کالو میلمستیا وروستو لکه د میلمنې رخصتیږي نا بلکې لکه د یوې مجرمې بې دخله کیږي - پاکستان په 1979 کې د سویت یونین په افغانستان د قبضې وروستو ویل هیواد ته یې کډوال شوي په میلینوافغانان کډوال مهاجر نه دي بلکې د دوېي میلمانه دي او پاکستان د انصارِ مدينه یاد تازه کوي- په دغه میلینو میلمنو کې په یوه شربت گله وس د پاکستان تور دی جعلي شناختي کارډ یې جوړ کړې دی— په دې تور کې د پېښور پولیسو شربت گله د خېبرپښتونخوا د حکومت په قید کې بنديوانه کړله – په پاکستان کې دافغان صدر اشرف غني نماینده حضرت عمر زاخیلوال په شمول په زرگونو خلقو د شربت گلې بنديوانه کول وغندل – زاخیلوال وویل د شربت گلې بنديوانۍ ټول افغانان دردولي او خفه کړي دي-

درې سوالونه ضرروري دي چې وشي — یو د شربت گلې په شنو سترگو کې ډوب سوال چې په تیرو درې لسیزو کې یې نړۍ ځواب ورنه کړو— بل د افغان مشرانو څخه چې "د وطن د حسن په سیمبول" شربت گله یې ځان ناغرضه کړې ؤ اودریم— تر ټولو ضروري سوال د پاکستان څخه پکار دی، پاکستان واقعي شربت گله د جعلي کارډ د جوړولو په جرم کې نيولې؟

په جون کال 1985 کې وتلې جريدې نيشنل جيوګرافک د شربت گلې د دولسو کالو په عمر کې یوعکس په خپل سرورق یا سر پاڼه خپور کړو— دغه وخت شربت گله دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو په ناصر باغ کيمپ کې یوه کډواله میلمنه وه – د فوټو گرافر سټيو میککري په دغه اخستل شوي عکس کې شربت گله د کیمرې لینز یا سترگې ته نیغ گوري— په سر یې سره لوپټه وي— دغه عکس ته جریدی د ښکلا او انداز بې مثله تړون او مطبوعاتو د پر مختگ تلي هېوادونو لپاره د شاته پاتې هېوادونو مونا لیزه ويلي وو—

په 1979 کې چې شربت گله ايله د شپږو کاله وه سویت یونین په افغانستان بمباري شورو کړه چې پکې د هغې مور پلار ووژل شول- شربت گله د خپلې نيا، یو ورور او درې خویندو سره د پولې بلې غاړې ته پروت گاونډي هیواد اسلامي جمهوریه پاکستان ته کُوچ وکړو- امريکې د پاکستان د پوځي جرنیلانو او افغان مجاهيدینو په مرسته سویت یونین په 1988 کې د افغانستان څخه په وتلو مجبوره کړو- سوویت یونین وس ټوټې ټوټې شوې او روس ترې جوړ شوې- د روس د وتلو وروستو په 1996د اسلامي سلطنت دعوا گير طالبان په افغانستان حکمرانان شول- په 2001 کې امریکې په افغانستان بمباري شورو کړه او د طالبانو امارت یې دړې وړې کړو- په 22 دسمبر 2001 کې حامد کرزۍ د افغانستان دولسم صدر یا جمهور ريّس جوړ شو او تر د 29 ستمبر 2014 پورې حکمران ؤ- اوسني صدر اشرف غني په 29 ستمبر 2014 کې د افغانستان دیارلسم صدر جوړ شو-

د شربت گلې لومړې سوال— ددې مور پلار اخر په کومه گناه کې وژل شوي وو؟ ددغه قتل دعوا په چا پکار ده؟ د هغه وخت د افغان حکومت په مشر نور محمد ترکۍ ؟ په ببرک کارمل چې د روسانو په ټېنکونو ناست افغانستان ته ورننوتې ؤ؟ په سویت یونین؟ او که په نړيوال طاقتونو؟ ددې د مور پلار او د زرگونو بې گناه افغان وگړو د وژل کیدلو په تور کې کوم حکومتي مشر کوم جهادي مشر یا پوځي جرنیل د انساني قتل په جرم کې کوم نړيوال عدالت ته بو تلل شوې کنه؟ اخر د شربت گلې د وطندارو د وينې د تویولوحساب به چرته څوک ورکوي کنه؟

د شربت گلې دویم سوال— د افغان مشرانو څخه دی— کله چې په دویم ځل د شربت گلې عکس د نیشنل جیو گرافک په سر پاڼه په 2002 کې چاپ شو او دا په نړۍ کې وپیژندل شوه نوحامد کرزۍ د افغانستان صدر ؤ ایا صدر کرزۍ د خپل صدارت په دولسو کالو کې یو ځل هم څه هڅه کړې وه چې د شربت گلې په حقله څه تپوس پوښتنه وکړي؟ صدر اشرف غني د کال 2014 راهسې صدر دی په کال 2015 کې د شربت گلې په کور د پاکستان پوليسو په پېښور کې چاپه وهلې وه دغه خبر د پاکستان او نړۍ په گډون د افغانستان په اخبارونو او ټي وي چینلو کې راغلې ؤ نو ایا صدر اشرف غني له هغه وخت پکار نه وو چې د وطن لور چې دې ورته "د وطن د حسن سیمبول" واېي یې خپل وطن ته د بوتللو څه هڅه کړې وې؟ په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخیلوال په شمول په زرگونو خلق د شربت گلې بنديوانه کولو دردولي او خفه کړي دي- خو ایا افغان مشرانو ځان په شربت گله ناغرضه کړې نه ؤ؟ داسې خو نه ده چې افغان مشرانو شربت گله هغه وخت وپیژنده چې د پېښور پولیسو بنديوانه کړه او په نړیول مطبوعاتو کې پرې شور شورو شو؟

د شربت گلې دریم سوال— په پاکستان کې د میلینو په شمېره کې افغان کډوال ،بنگالیان، برمیان، بهاریان او کشمیریان پاتې کیږي. په میلینو د پاکستان شناختي کارډونه جوړ کړي دي- په کراچۍ کې د ډیوه خبریال فضل عزيز ته یو حکومتي چارواکي ويلي دي دغلته پاتې کیدونکي بهرملکیانو کې د 70 فیصده سره پاکستاني شناختي کارډونه دي ، خبریال ته یو بنگالي تن ويلی دي په دیرش زره پاکستاني روپو یې ځانله پاکستانې شناختي کارډ جوړ کړی دی- د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور چې کله د پاکستان په خاوره د امرېکې په ډرون بريد کې وژل شو نو د پاکستان شناختي کارډ ورسره ؤ-

شربت گله تپوس کوي پاکستان د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور څومره افغانان، بنگالیان، برمیان، بهاریان او کشمیریان نيولي؟ شربت گله تپوس کوي— زه خو یوه تور سرې یم، مور پلار راله روسانو وژلي وو، وطن راله د مذهب ټیکیدارانو او د نړیوالو د خپل منځه مطلبونو په سر جگړو او د مذهب ټېکېدارانو وران کړی دی— شربت گله واېي پاکستان ته مې نیا ځکه راوستې وومه چې تاسو به ویل مونږ د انصارِ مدينه یاد تازه کوو. زما خو خیال ؤ زه د خپلو انصارو وروڼو په کور کې میلمنه یم چې ورباندې بار شومه په حیا او عزت به مې رخصت کړي- نه ووم خبر چې وروڼه به خپله بې وځله خور د خپله کوره په بې عزتۍ اوباسي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG