لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي مامورین وايي سینټ پیټرزبرگ کې ځانمرگي حمله کونکی کرغز و


مامورینو په ریل گاډو حفاظي اقدامات سخت کړې دي او په سینټ پیټرز برگ کې د دریو ورځو ماتم اعلان شوی دی
مامورینو په ریل گاډو حفاظي اقدامات سخت کړې دي او په سینټ پیټرز برگ کې د دریو ورځو ماتم اعلان شوی دی

د روس په دویم لوې ښار سینټ پیټرزبرگ کې د ریل گاډې په سټیشن مشکوک ځانمرگي حمله کونک د کرغزستان و. دا خبره روسي مامورینو کړي ده چې د حملې تحقیقات کوي.

د گل په ورځ شوي برید کې ١۴ کسان ووژل شو او ٥٠ نور زخمیان وو.

د حملې پلټنې کونکې ډلې ویلي د موقع نه د یو کس سوزیدلی مړی ترلاسه شوی دی او په کرغزستان کې استختباراتي چارواکو د مشکوک ځانمرگي حمله کونکې شناخت د اکبرژون جلیلوف په نوم د یو تن کړی دی. د چارواکو په وینا جلیلوف په کال ١٩٩٥ زیږیدلی وو.

حملې ذمه واري لا کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستي.

په سینټ پیټرزبرگ کې په ریل گاډې حمله په داسې وشوه چې د روس صدر ولادیمیر پوټن هم د ښار په دوره و.

مامورینو په ریل گاډو حفاظي اقدامات سخت کړې دي او په سینټ پیټرز برگ کې د دریو ورځو ماتم اعلان شوی دی.

وایټ هاوس ویلي په ریل گاډي د حملې ورسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روس صدر ولادیمیر پوټن سره په ټیلي فون خبرې وکړې، په حمله کې په مرگ ژوبله يي غمرازي وکړه او د روس ولس سره يي د ملاتړ څرگندونه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG