لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس کې د بډو رشوتونو خلاف په پراخه کچه مظاهرې شوي دي


ښاغلی نوالني ماسکو کې په احتجاج کې شرکت دپاره په رارسیدو گرفتار کړی شو
ښاغلی نوالني ماسکو کې په احتجاج کې شرکت دپاره په رارسیدو گرفتار کړی شو

د روس په مختلفو ښارونو کې په زرگونو خلکو د حکومت مخالف رهنما الیکسي نوالني په غږ په هیواد کې د بډو رشوتونو خلاف او د احتساب په حق کې مظاهرې کړې دي.

د روس سرښار ماسکو په پشکین چوک کې پولیسو د ١٠٠ نه زیات مظاهره چیان گرفتار کړي دي چې پکې الیکسي نوالني هم شامل و. په نیول شوو خلکو په غیرقانوني توگه د احتجاج کولو الزام لگول شوی دی.

ښاغلی نوالني ماسکو کې په احتجاج کې شرکت دپاره په رارسیدو گرفتار کړی شو. رپورټونه وايي پولیس نوالني په یو ټرک کې کښینولو او دغه ټرک په سلگونو مظاهره چیانو ایسار کړی چې کوښښ يي کولو چې د نوالني د گرفتارۍ مخه ونیسي.

په کال ٢٠١٠ او ٢٠١١ کې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد شوي مظاهرو ورسته دا ترټولو لوې احتجاجونه دي چې خلکو پکې د حکومت خلاف د خپلو جذباتو اظهار کړی دی.

د احتجاجونو دپاره د غږ وړاندې ښاغلي نوالني د وزیراعظم دمتري مدودیو په اړه یو تفصیلي مضمون شائع کړی و چې پکې د هغه ودانیو، کشتیو او د انگورو د باغونو ذکر کړی و چې ښاغلي مدودیو د مشکوکو امدادي ادارو چلولو دلارې راجمع کړې دي.

دغه رپورټ په یو ټیوب ١١ میلینه واره کتلی شوی دی او ښاغلي مدودیو يي په ځواب کې څه نه دي ویلي.

نوالني په خپله ویب پاڼه ویلي په ٩٩ ښارونو کې خلکو احتجاج کول غوښتل خو حکومتي مامورینو په ٧٧ ښارونو کې د مظاهرو اجازت ور نه کړو.

د روس په سرکاري مطبوعاتو کې د احتجاجونو ډیر معمولي ذکر شوی و او په یو رپورټ کې ویلي شوي و چې د ماسکو په یوه غیرقانوني مظاهره کې یو پولیس افسر زخمي شوی دی.

نوالني په راتلونکو کال کې کیدونکو صدارتي انتخاباتو کې د امیدوار په توگه د ودریدو اراده لري او په نژدې ورځو کې يي د روس په لویو ښارونو کې حمایتونکې فعاله کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG