لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې کاروايي دپاره روسي جهازونه د ایران څخه پورته شوي


د تیر کال د سپټمبر د میاشت راهسې روسي جنگي هوايي جهازونو د شام صدر بشارالسد په کومک کې د هغه په وسله والو مخالفینو د بمبارۍ عمل شورو کړی دی
د تیر کال د سپټمبر د میاشت راهسې روسي جنگي هوايي جهازونو د شام صدر بشارالسد په کومک کې د هغه په وسله والو مخالفینو د بمبارۍ عمل شورو کړی دی

د اوږدې فاصلې پورې تلونکې د روس بمبار جټ جهازونه د ایران د همدان هوايي اډې نه اوچت شول او د شام په ختیځ او شمال کې يي په درېو صوبو کې هدفونه په نخښه کړل.

د همدان هوايي اډه د ایران سرښار تهران نه یوسل او پنځه اویه کلومیټره په جنوب غرب کې پرته ده.

په عین حال کې د شام د حکومت مخالفینو ویلي د باغیانو کې په قبضه کې په شمالي حلب ښار باندې د هوايي بمبارۍ دلاسه لږ تر لږه پنځرلس ملکی کسان وژل شوي دي. خو په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې دغه هوايي بمباري روسي هوايي ځواکونو او که د شام د حکومت هوايي جهازونو کړې ده.

د تیر کال د سپټمبر د میاشت راهسې روسي جنگي هوايي جهازونو د شام صدر بشارالسد په کومک کې د هغه په وسله والو مخالفینو د بمبارۍ عمل شورو کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په وړمبي ځل روسي جهازونه د شام د سرحد نه بهر الوتي او په شام کې يي کاروايي کړې ده.

د امریکې خبري اداره ای پي وايي د ایران په تاریخ کې ددې نه وړاندې داسې نه دي اوریدل شوي چې ایران بل خارجي طاقت ته د خپل هوايي مرکز د استعمال اجازت ورکړی دی او روس هم په شام کې د کاروايي دپاره په منځني ختیځ کې د بل کوم ملک خاوره نه ده استعمال کړي.

د ایران د هوايي مرکز د استعمال په اړه د روس اعلان په لوړه کچه د روس او ایران ترمنځ همکاري په ډاگه کوي. دواړه قوتونه د شام صدر بشارالسد کلک ملگري دي.

روس د اعلان نه یوه ورځ وړاندې روس ددفاع وزیر ویلي وو د شام په حلب ښار کې تاوتریخوالي کمولو دپاره امریکا او روس یوې لوظنامې نه نژدې شوی دي.

خو یو امریکايي چارواکې ویلي د شام په موضوع د امریکې او د روس خبرې اترې لا روانې دي او فریقین لا څه معاهدې ته نه دي رسیدلي.

په عین حال کې د ایران د قامي سلامتیه یو لوړ رتبه چارواکې مشر علي شام خاني ویلي د داعش خلاف په جنگ کې ماسکو او تهران د هغه په قول د "صلاحیت او د ممکناتو" تبادله کړې ده.

روس ویلي د ایران د هوایي اډې نه پورته شوو جنگي جهازونو په حلب ښار کې دداعش او جبه النصره په هدفونو بمباري کړې ده. چې د وسلې پنځه ډیوان، د تربيي یو کیمپ او د څارنې درې پیکټې يي تباه کړې دي.

په ایران کې د کال نونسوه یو کم اتیام د اسلامي انقلاب ورسته په ائین کې د ترمیم په نتیجه کې بل خارجي قوت د ایران په خاوره فوجی مرکز نشي قایمولی خو ائین په ایراني مامورینو بل هیواد ته د فوجي مرکز د استعمال څه قدغن نه دی لگولی.

یو روسي قانون ساز ویلي د ایران فوجي مرکز د استعمال دلارې به په شام کې د روس په فوجي کاروايي لگیدونکې پیسو کې کمی راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG