لاس رسیدونکی لینک

د کوټې پېښې د انصاف نظام لړزولی


د کوټې مخورو وکيلان برخوردارخان اڅکزي او حسېن آغا وايي په وکيلانو باندې له حملې څخه په ټول ايالت کی عدالتي نظام لړزېدلی دی

د کوټې مخورو وکيلان برخوردارخان اڅکزي او حسېن آغا وايي په وکيلانو باندې له حملې څخه په ټول ايالت کی عدالتي نظام لړزېدلی دی

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کی په وکيلانو باندي د ځانمرگې بريد یوه اونۍ ورسته هم هلته عمومي وضع په غم لړلې او ويرجنه ده. په عدالتونو کې کار نه دی پیل شوی، وکيلان د صدمې په حال کی د ژوندي پاته ملگرو سره په ژړاگانو او د ژوبل ملگرو دپاره په دعاگانو بوخت دي.

دا خبرې د ډيوه رېډيو د روانو چارو په خپرونه کی د کوټې مخورو وکيلانو برخوردارخان اڅکزي او حسېن آغا کړي دي. دوی وايي په وکيلانو باندې له حملې څخه په ټول ايالت کی عدالتي نظام لړزېدلی دی، د سر د وکيلانو پوره یو نسل له منځه تللی او هغه خلگ چې د مقدمو لپاره کوټې ته ځي هم ډېر زیات اغېزمن شوي دي.

د دوی په وینا ترهگر وکيلان په دې په نخښه کوي چې هغوي تل په ټولنه کي د هرې ناروا په ضد غږ پورته کړی، که هغه د ولسواکۍ لپاره وي ېا د بشري حقونو او بې درکه کسانو لپاره وي.

د کوټې د اوسنۍ وضعې په اړه بشپړه خپرونه په لاندېني لينک اوریدی شئ. کوربه نصير احمد کاکړ دی:

XS
SM
MD
LG