لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډټرمپ د امریکا ۴۵م صدر شو


Donald Trump 5
Donald Trump 5

د امریکا نوي ولسمشر ډانالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ وینا کې ژمنه کړې چې اسلامي توندلاريتوب به له منځه وړي. د سوګند مراسمو ته د وینا پرمهال ښاغلي ټرمپ ویلي بهرنۍ نړۍ سره به ښې اړیکې ساتي خو وایې د امریکا ګټې به په پام کې نیسې.

ټرمپ وویل د سوداګرۍ، ټکسونو، مهاجرت او بهرني سیاست کې به هره پریکړه د امریکانو د امریکايي کمپنیو پر ګټو ولاړه وي. د وینا مخکې ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ پیغام کې د خپل عکس سره لیکي وه چې وایټ هاوس کې د لوړې مراسمو لپاره په خپله وینا لیکي.

د ښاغلي ټرمپ لومړنۍ وینا د امریکا په روایتي سیاست د نیوکو ډکه وه. نوموړي ویلي د تشو خبرو وخت تیر شوی او اوس وخت د عمل راغلی. ۷۰ کلن ډنالډ ټرمپ نن د سوګند له پورته کولو سره د متحده ایالاتو ۴۵ ولسمشر شو.

د پرانستې دغو مراسمو ته ډنالډ ټرمپ له ۱۷ دقیقو څخه د کمې وینا پرمهال دا هم وویل چې واشنګټن غوړیدلی خو خلکو له دغې ګټې څخه خپله برخه نه ده اخیستې. ده دا هم وویل چې ادارو خپل ځان ژغورلی خو خلک یې نه دي ژغورلي او په خپلو بریاو کې یې نه دي شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG