لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او انګلا مرکل د افغانستان په ګډون په یو شمیر موضوعګانو خبرې کړي


انګلا مېرکل داسې مهال په سپینې ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ سره په ګډه خبریالانو ته خبرې وکړې، چې تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ د هغې د کډوالو پر تګلارې کلکې نیوکې کړې وې.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د جرمني چانسلرې انګلا مرکل په سپینه ماڼۍ کې په لومړي ځل په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

په خبري کانفرانس د مختلفو موضوعګانو په اړه د خبرو اترو په وخت دواړو مشرانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د روان ماموریت په اړه هم خبرې وکړې. ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت او رول ستایلی او ویلي يې دي چې له میرمن مرکل سره یې د جرمني ځواکونو د رول په اړه هم خبرې وکړې.

انګلا مرکل هم وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د موجودیت او ماموریت په اړه خبرې کړې دي خو په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل. د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته جرمني لسګونه زره سرتېري افغانستان ته واستول او په بلخ ولایت کې یې دیره کړل.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا او جرمني لسګونه زره عسکر د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي. د دوی مهمه دنده د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې د افغان ځواکونو روزل، تجهیزول او سلا مشورې ورکول دي.

دواړه مشرانو وویل چې واشنګټن او برلین په ډېرو برخو کې شریکې ګټې لري او د یو بل ښه ملګري دي.

ولسمشر ټرمپ په یوکراین او ځینو نورو سیمو کې د جرمني فعالیت او رول وستایه او ژمنه یې وکړه چې دواړه هېوادونه به ښه ملګري وي.

صدر ټرمپ د جرمني سره د سوداګریزو ټرونونه موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې د دواړو خواو استازي په دې موضوع جدي کار کوي او ډاډه دی چې دا به د دواړو خواو لپاره برابرې او ښه نتیجې ولري.

انګلا مېرکل داسې مهال په سپینې ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ سره په ګډه خبریالانو ته خبرې وکړې، چې تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ د هغې د کډوالو پر تګلارې کلکې نیوکې کړې وې. همدغه راز ښاغلي ټرمپ د اروپايي هېوادونو څخه په کلکه غوښتي وو چې په ناټو کې خپله مالي ونډه زیاته کړي.

(د وي او ای اشنا ریډیوویب پاڼې په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG