پروډيوسر: محمد منير
ليك: نورالبشر نويد
د مرزا ګل استاد زوم هغۀ ته ټیلي فون كوي او د ماشومانو د بيمارو په حقله ترې پوښتنه كوي، هغه ورته وائي د صحت محافظ له لاړ شه. بلخوا وحيدالله ماما د شيردين كاكا سره په بحث دی چې د پوليو څاڅكو نه علاوه د نورو بيمارو د پاره ټيكې ضروري نۀ دي. د صحت محافظ ټول پوهوي خو دغه پوهول په هغوي څه اثر وكړي كه نا؟واورئ په ډرامه د ژوند لار په نوي ټوك كښې.