لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نواز شريف په خیبر پښتونخوا کې د پرمختگ تش لوظونه


د پاکستان وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي خېبرپښتونخوا كښې به بل څوك نه هم د دويي حکومت بدلون راولي خو خبریالان وايي په تیره څه موده کې د سوات، دير، هزاره او شمالي وزيرستان نه علاوه د سي پیک په پروژه ښاغلي شريف د پښتنو سره په کړو لوظونو کې یو هم نه دې پوره کړې- نن نواز شريف د صوبې د خوشحالۍ خبره یو وار بیا په كوهاټ قلعه میدان كې تکرار کړې ده- په پښتونخوا صوبه کې واکمن تحريک انصاف د ښاغلي شريف د مرکزي واک رقیب گوند دی-

په قبايلي سیمه کې د ډیوه خبریال عدنان بيټني وايي وزیر اعظم شريف او دهغه ورور شهباز شريف لوظ کړې ؤ چې په قبايلي سيمو کې به ترقي راولي – د کال 2015 د اپريل په میاشت کې ښاغلي شريف د شمالي وزیرستان د کجورۍ سيمې سفر کړې ؤ- په دغه مهال د ښاغلي شريف کشر ورور او دشتمنې صوبې پنجاب اعلا وزير شهباز شريف اعلان کړې ؤ چې په سيمه کې به یوه یونیورسټي، یو معياري هسپتال او یو معياري سکول جوړوي- ددغه اعلان د یو نيم کال نه زیاته موده تیریدلو باوجود هم په دغه منصوبو کې په یوه هم څه قسمه کار نه دی شورو شوې –

ښاغلي شريف روان کال د مۍ په میاشت کې د ښایسته سيمې سوات د سفر په وخت اعلا کړې ؤ هغه به وس دسوات دسيمې تقدير وځلوي - په سوات کې د ډیوه خبریال فياض ظفر واېي ښاغلي شريف د خپل واک په موده کې دوه ځله سوات ته ورغلې دی او دواړه ځله یې چې کوم اعلانونه کړي دي هغې ته د سوات د اولس ستر گې وې خو د بده مرغه تر وسه په یوه منصوبه هم کار نه دې شورو شوې – نواز شريف د سوات د سفر په وخت ويلي وو د سیدو شريف د ډیرې مودې راهسې بند پروت هواېي ډگر به متحرک کوي او د نړيوال معیار سره به یې سم نوې کوي – فیا ض ظفر واېي هم نن ورته هلته چارواکو ويلي دي چې په دغه میدان کې وس د هوايي میدان د پخوانو کار کونکو شمیره هم کمه کړې شوې ده او د کار شورو کیدلو پکې هيڅ درک نه لگي- نواز شريف د سوات د سفر په وخت د چکدرې څخه د کالام پورې د پنجاب د سیلگرۍ د سيمې مري دعلاقې په طرز د سړک جوړولو د لوظ نه علاوه دا هم ويلی وو چې د جينکو لپاره به ځانله پوهنتون جوړوي او د بجلۍ نوې منصوبې به شورو کوي خو په دغه منصوبو کې په یوه هم د څه قسمه کار شورو کیدلو څه اميد هم نه لیدل کیږي-

د ښاغلي شريف گوند ته د صوبې د شمالي سيمې هزارې په انتخابي حلقو کې اولس زیات ووټونه ورکړي وو – هغه روان کال د اپریل په میاشت کې د سيمې د سفر په وخت ويلي وو خوشحالي به راولي – په سيمه کې د ډیوه خبریال احسان محمد خان واېي ښاغلي شريف د هديرو د جوړولو څخه واخله تر د پوهنتونونو، سړکونو، او د بجلۍ د منصوبو څخه واخله په معاشي میدان کې د انقلاب راوستو اعلان کړې ؤ- خو په سيمه کې د نواز شريف لخوا په شوو اعلانونو کې په یوه منصوبه هم کار نه دې شورو شوې-

وزيراعظم محمد نواز شريف نن یو وار بیا د لانجمنې سي پېك پروژې په حقله اوویل دا منصوبه به د هیواد تقدير بدل کړي- خو په پښتونخوا صوبه کې د واکمن تحريک انصاف گوند نه علاوه، عوامي نیشنل پارټي، پښتونخوا قومي وطن پارټي، پښتون اولسي تحريک او یو شمیر نور گوندونه واېي دغه منصوبه یواځی پنجاب صوبې ته د ترقۍ ورکولو منصوبه ده-

نواز شريف نن په كوهاټ كې دا هم ويلي دي دلته به موټروی او نور لوی سړکونه جوړه وي او هر کور ته به سوئي ګيس رسوي

په پېښور کې د ډیوه خبریال او څیړنکار اسماعيل خان واېي په پاکستان کې د سیاسي گوندونو مشران او حکومتي واکداران اکثره د اولس په وړاندې د پرمختگ د منصوبو اعلانونه کوي خو زیاتره وخت دغه منصوبې یا د سره وجود نه لري او یا بیا چرته د شوي اعلان نه ډېر کم کار وشي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG