لاس رسیدونکی لینک

پښتنو له څوک سترګې توروي؟

  • بختور شاه

د پېښور سره نزدې د شبقدر په علاقه کې د خيالي د سيند په غاړه يو وړوکې کلې دلدارګړۍ ده چې د يوې زمانې رهسې د رنجو د پاره تاريخي شهرت لري

د دغه ځاې مشران وايي پخوا به د دغې سيند په غاړه د دلدار ګړۍ په ګودر کلي کې يوبابا ناست وو د کاڼي په ننګرۍ يا آونګ کې به يي د رنجو کاڼي اوړه کول دغه بابا په ''که خېري'' مشهور وو چې خپل نوم يي عبدالصمد وو- نن سبا دغه روزګار د که خېري کړوسی مسعود خان کوي چې په دلدار ګړۍ کې يي د رانجو دوکان دی چې سوچه رانجه ترې خلک ترکراچۍ او بهر هېوادونو ته هم وړي-

سترګو له يو سلايي بس وي

د ظالم لور پکې رجړومې تشوينه

يو وخت وو چې رانجه سلايي او رجړومه د پښتنو پېغلو د ډول سنګار بنيادي توکي ووهغه وخت کې به دا کريم پوډر دومره چا نه پېژندل خو نکريزې او دنداسه به د رنجو ترڅنګ د ناويانو په سنګارمېز پراته وو-

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې

ځواني مې ګورې مورې جدا له ياره!

که شاعران په خپلو شعرونو کې په تورو سترګو شعرونه ليکل د خپلو غزلونو ښکلا ګڼي نو پښتنې مېرمنې هم په خپلو سندرو او ټپو کې اکثر رانجه او سترګې داسې ستايي:

جينۍ وړه د يارۍ نه ده

کاسيره مور يي ورله سترګې توره وينه

که په يو وخت کې د رنجو هم ډير قسمونه وو لکه خواږه رانجه، تراخه رانجه، لواړ رانجه، مېده رانجه وغيره نو دسترګو تورولو طريقې هم ډول ډول وې لکه سترګې ډکې تورول، نرئ تورول، سترګو له لکۍ پرېښودل وغېره

د جينۍ دې مکېز ته ګوره

چې سترګې تورې کړي لکۍ ورله پرېږدينه

د رنجو د اخستلو د پاره به څوک مينه بازارته نه تلل بلکه کور په کور به بنجاريان ګرځېدل او د کلي خزې به يي د هغه ساېکل نه راچاپېره شوې وې چې په کېريل يا کاټۍ به يي د منيارۍ د سودا ډکه بکسه تړلې وه تولې ته به يي دوه پچۍ زوړندې وې چې بنجاري ماما به پکې په خپل ربړي دوربين کې د کتلو نه وروسته د چرګواګۍ کېښودې او په بدل کې به يي د کلي خزو له بنګړي، نکريزې، دنداسه يا رانجه ورکول-

ماته د دلدار ګړۍ هغه سور ګيرې بابا اوس هم ياد دی چې د تامړې وړوکی بکسګی به يي غاړۍ ته اچولې وو کور په کور به ګرځېدو او غږ به يي کوو

'رانجه دي رانجه، د دلدارګړۍ رانجه'

د کلي بوډۍ ګانې او بوډاګان به د دلدارګړۍ د رانجو بابا ته ډېر لېواله وو او چې دغه اواز به يي هيله ترغوږو شو يا به يي په ښکالو پوهه شول نو ځان به يي ورله ور رسوو او بيا به هلته په ګڼټو ګنټو ناست وو دېوال ته به يي ډډې وهلې وې، په سترګو به يي لاس ايخي وو ځکه چې بابا به ورله دترخو رانجو داسې سلايان په سترګو کې تاؤ کړل چې په ټپه به يي کېنول او د سترګو نه به يي تر ډېره وخته د اوښکو رودونه روان وو بابا به ورته وېل دې سره به مو د سترګو خړه ختمه شي، هيله به مو په سترګو رڼا شي

وخت بدل شو د دلدار ګړۍ رانجو په ځاې پېغلې په کجلو ، مسکاره او نورو مصنوعي رنګونو اموخته شوې، مشرانې خزې او سړي اوس هم د جمې په شپه د ثواب په خاطر سترګې توروي ولې پښتانه ځوانان چې سترګې تورې کړي نو نور ملګري ورپورې خاندي، البته چې کوم ځوانان په تبليغ کې لاړشي نو چې راځي ګيره ورته په سينه پرته وي برېتونه يي پاک خرولي وي په غوږ کې يي د مرغوب عالم پشم لګولې وي او سترګې يي هر وخت ښې ډکې ډکې تورې کړي وي چې اکثر ورپورې نور ملګري پشاړې کوي او ورته وايي امير صېب لکه چې د رنجو ټرک اوښتی وي

د نوي وخت پښتانه ځوانان پخپله خو په سترګو تورولو پورې خاندي او ځان پرې ورته بد ښکاري خو د پاکستان سياسي مليان ورله اکثر د تبليغيانو په لاس سترګې توروي او پوځ او حکومت هم ورله هره ورځ په څه نه څّه بهانه سترګې توروي کله ورله د مذهب په نامه او کله د پښتو او غېرت په نوم داسې تراخه سلايان په سترګو کې تاؤ کړي او داسې يي شمکور کړي چې په رڼآ ورځ ورته خپل دوست دشمن، او خپله ګټه او تاوان نه ښکاري-

XS
SM
MD
LG