لاس رسیدونکی لینک

سپرلې بینډ: په بهر کې د پښتنو په اړه فکر په موسیقۍ بدلوو


Sparly Music Band

Sparly Music Band

نایله محمد:

د خیبر پښتونخوا دری تنکي ځوانان واېي د موسیقۍ په مټ به د پښتنو په حقله د خلکو فکر دبدلوې.

د پیښور بلاول سعید، عمر خان یوسفزۍ او حارث خان خپلې ډلې ته سپرلې بینډ واېي او زیاتوي سپرلې نوم ېي ځکه خوښ کړی چې دا شینکۍ او څوکالي ښاېي.

د پیښور په دریو مختلفو کالجونو کې په یولسم، دولسم کې سبق ویونکي دغو ځوانانو لومړۍ سندره (خیال) په یو ټیوب او فیس بک باندی خلکو ډیره خوښه کړي ده. د دغې سندرې شاعري داسې ده.

ستا ځه خیال د رنګینو سره ځم جانانه

په هره لار ستا د وګمو سره ځم جانانه

ګرانه جانانه ښکلې جانانه

دوي دویمه سندره هم ریکارډ کړی او نوم ېي ورته (صنم) ورکړی.

د پښتو موسیقۍ دغه دری ځوانانو د موسیقۍ میدان ته د خپل راتګ قیصه د ډیوه ریډیو همکارې نایله محمد ته کړی تاسو ېي په لاندینې لنک خبري او سندرې اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG