د پاکستان د خزاني وزیر اسحاق ډار ورلډ بینک یا نړي وال بینک ته تجویز وړاندې کړی دی چې د پیښور او کابل ترمنځ د لوې لار یا د هايي وی جوړولو منصوبې ته پیسې ورکړي.
اسحاق ډار په واشنگټن کې د ورلډ بینک مامورینو سره لیده کات کړې دي او د پاکستان په اقتصادي صورتحال يي د بینک مامورینو ته حال تیر کړی دی.
د نړي وال بینک مامورینو سره د ښاغلي ډار د خبرو اترو په اړه په واشنگټن کې د پاکستان سفارت په یو بیان کې وویل د بینک او د خزانې د وزیر په خبرو اترو کې اسحاق ډار دا وړاندیز وکړو چې ورلډ بینک دې د پیښور او د کابل ترمنځ د هايي وی جوړولو منصوبې ته پنگې ورکړي.
د اسحاق ډار په نظر د هايي وی د لارې به په سیمه کې رابطې بهتر شي.
بیان وايي ورلډ بینک په "اصولي" توگه اتفاق وکړو چې مجوزه منصوبې ته به پنگې ورکړي.
د پیښور او کابل ترمنځ د لوې لار یا هايي وی خبره په داسې حال کې کیږي چې د ترهگرۍ په سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تعلقات د تاو تریخوالي ښکار دي او پاکستان افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لگولو کار پیل کړی دی. افغانستان په سرحد د پاکستاني اقداماتو مخالفت کوي او وايي پاکستان په ډیورنډ لاین په یکطرفه ډول دداسې اقداماتو حق نه لري.
اسحاق ډار د ورلډ بینک چارواکو سره د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ یا سي سپک په منصوبه هم خبرې اترې وکړې. په دې اړه د سفارت بیان وايي اسحاق ډار د بینک افسرانو تهه وویل د پاکستان حکومت دا ترجیح ده چې شخصي سرمایه کار د سي پیک د لاندې منصوبو کې برخه واخلي او سرمایه کاري وکړي.
د سي پیک په اړه په بیان کې نور څه نه دي ویل شوي او نه پکې د هغه تنقيد ذکر شوی چې گني د سي پیک د ډیرو گټو نه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې بهر ساتلی شوي دي او ددې منصوبې زیاتره توجه د وزیراعظم نوازشریف په پنجاب صوبه ده.
د نوازشریف حکومت په سي پیک ددغه تنقید ردوي او وايي د سي پیک نه به ټول پاکستان گټه پورته کوي.